۱۲ تښتول شوي جاغوري مسافر بېرته ازاد شول

دغه مسافر د قره باغ په لاره کې تښتول شوي و.

هغه مسافر، چې د زمري په ۲۰ مه د غزني د قره باغ ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې تښتول شوي وو تېر مازدیګر مهال بېرته ازاد شوي.

د غزني ولايتي شورا مشر خالقداد اکبري وايي، چې طالبان دغه مسافر د ګېلان ولسوالۍ په " خټکي" سيمه کې د جاغوري ولسوالۍ مشرانو ته تحویل کړي.

خو د غزني ولايتي شورا بلې غړې فاطمه رحيمي بیا ویلي، چې د دغو کسانو شمېر لسو تنو ته رسیږي او د سپين ږيرو په منځګړيتوب ازاد شوي.

هغې زياته کړې، چې د دغو اشخاصو د ازادۍ له پاره هيڅ ډول معامله نه ده شوې.

داسې ويل کيږي، چې دغه کسان د وسله والو طالبانو له خوا په زابل ولایت کې ساتل کېدل او وروسته له تحقیقاتو په دې پوه شوي، چې تښتول شوي مسافر ټول ملکي خلک دي او له دولتي دندو  سره يې هيڅ راز تړاو نه درلودل.

د غزني ولایت د امنيت امر اسد الله انصافي هيله څرګندوي، چې ډېر ژر به دغه مسافر خپلو کورنيو ته وسپارل شي.

د جاغوري ولسوال وايي، چې ازاد شوي مسافر تر اوسه خپلو کورونو ته نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم ۷ تنه په همدغه لاره کې د وسله والو له لوري تښتول شوي وو، چې د ازادېدو او کره ځای په اړه يې تر اوسه هم معلومات په واک کې نه شته.

د دویلو ده، چې وسله والو طالبانو پنځه ورځې وړاندې د جاغوري ۴ تنه مسافر وتښتول او وروسته يې بیا په ډزو وویشتل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام