امریکا له افغان حکومت سره ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او کابل کې د امریکا سفیر مایکل کنیلي ترمنځ د نوي پراختیايي مرستو هوکړه لیک تېره ورځ د (اکسټ په ۳مه) کابل کې لاسلیک شو.

په همدې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، چې امریکا دغه پراختیايي مرستې له پخوانیو سره توپير په دې کې دی، چې مرسته کېدونکې پیسې به مستقیماً د حکومت بودیجې ته سپاري.

د مالیې وزیر وايي، چې په نږدې ورځو کې به د امریکا له خوا ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته د افغان حکومت بودیجې ته وسپارل شي.

ده هیله وکړه، چې پاتې ۱۰۰ میلیونه هم ژر تر ژر افغان حکومت ته وسپارل شي.

امریکا ژمنه کړې، چې افغان حکومت ته به په څلورو کلونو کې ۸۰۰ میلیونه ډالره رقم ورکوي، چې په کال کې ۲ میلیونه ډالر کېږي.

خو د مالیې وزارت چارواکي وايي امریکا دا ځل مرستې د ځېنو شرطونو په پوره کېدلو سره ورکوي.

د فساد اصلي فکټورونه، د بې وزلۍ له منځه وړل او د مالي ثبات ټينګښت؛ د مرستو بنسټيز شرطونه ګڼل کېږي.

جوړې شوې خبرې غونډې ته کابل کې د امریکا سفیر مایکل مک کنیلي وویل، چې د امریکا له لوري مرستې به د ډېرو افغانانو اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ښارجوړونې وزارت او د یو ان هبیتات ترمنځ دوه هوکړه لیکونه د ۳۳ میلیونه ډالرو په اندازه هم په همدې ورځ په کابل کې لاسلیک شول.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس غلام جیلاني پوپل په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د دې هوکړه لیکونو څخه یي موخه د هغو سیمو ښه کول دی، چې بنسټيزو اسانتیاو ته لاس رسی نه لري، کلیوالي سیمه ییزې د شوراګانو جوړول، د ځوانانو او ښځو د ستونزو هواري او له هغو څخه ملاتړ کول دي.

ښاغلی پوپل وايي، چې دغه پروګرام به د جاپان، سیویس او هالنډ په مرسته په یو شمېر ولایتونو کې پلي کېږي.

کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې یاد پروګرام په کې پلي کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام