د پاکستان په لاهور ښار کې د افغانانو ځمکې او جایدادونه لیلامېږي

پاکستاني حکومت پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد په ټولو لویو ښارونو او تجارتي مرکزونو کې د افغان کډوالو له خوا اخیستل شوي جایدادونه او ځمکې لیلام ته وړاندې کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د پنجاب ایالت په لوی ښار لاهور کې د هغو ځمکو او جایدادونو لېست چمتو شوی دی، چې د افغان کډوالو په نوم لیکل شوي دي.

راپورونه لیکي، چې په دغو ليلامېدونکو ځمکو کې د ګلبرګ، راوي سړک، د امین پارک سیمې او د ښار په منځ کې یو اندازه ځمکې شاملې دي.

پاکستان د خپل ملي عملي پلان پر اساس امر کړی، چې په دغه هېواد کې دې د افغان کډوالو په پېژندپاڼو کې نېټې نه غځول کېږي.

همدا ډول د پاکستان مرکزي حکومت ایالتي حکومتونو ته سپارښتنه کړې، چې د کډوالو پېژندپاڼو کې د نېټې نه غځولو ترڅنګ، د دوی د خپل خپلوانو او کارو بار په اړه بشپړ جزیات هم له اړوندې کمېټې سره شریک شي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس تر اوسه پورې د ۱۱ سوو هغو جایدادونو لېست چمتو شوی، چې د افغان کډوالو په نوم ثبت او راجسټر دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دوی هم داسې راپورنه تر لاسه کړي، چې ویل کېږي پاکستاني حکومت د افغان کډوالو پر خلاف دایره تنګه کړې، خو زیاتوي چې دوی په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند او وضعیت له نېږدې څاري.

د دې وزارت ویاند شکېب مستغني زیاتوي، چې کله په دې تړاو د پاکستاني حکومت رسمي دريځ تر لاسه کړي؛ نو خپل غبرګون به له رسنيو سره شریک کړي.

افغان ولسمشر د جون په ۲۰ مه نېټه د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې له پاکستانه غوښتي، چې په دغه هېواد کې د کډوالو د مېشت کېدو پای ته رسېدونکې نېټه وغځوي.

ولسمشر غني غوښتنه کړې، چې پاکستانی لوری دې د افغانستان وضعیت ته په کتو سره په هغه هېواد کې مېشتو کډوالو ته د استوګنې نېټه تر یو وخت اوږده کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې یا یونیسیار د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۱۵ سوه زره افغان کډوال ژوند کوي، چې د افغان حکومت، پاکستان او ملګرو ملتونه پرې سره راضي شوي دي او د کډوالۍ له حقوقو برخمن دي.

خو په همدې هېواد کې بیا سلګونه زره داسې افغان کورنۍ هم ژوند کوي، چې د کډالۍ په لېست کې یې نومونه نه شته، په هغې کې یو شمېر یې داسې دي، چې د پاکستان پېژندنپاڼه یې ترلاسه کړي او په هغه هېواد کې یې ځمکې او جایدادونه اخیستي دي، خو یو شمېر یې بیا داسې دي، چې د کډوالو په پنډغالو کې ژوند کوي د مهاجرت قانوني اسناد یې په لاس کې نه شته.

پاکستاني رسنۍ راپورنه ورکوي، چې د تېرې اونۍ د چهار شنبې په ورځ پاکستاني حکومت دا پرېکړه کړې او ایالتي حکومتونو ته یې د عملي کولو سپارښتنه کړې.

اوس وکتل شي، چې پاکستان افغان کډوالو سره په پخوانيو ژمنو درېږي، چې د همکارۍ او مرستې ټټر یې وهلی و او که د افغان کډوالو په خلاف خپلې دې تګ لارې ته ادامه ورکوي؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام