لوی څارونوالۍ د فساد په تور۳ لوړپوړي حکومتي چارواکي نیولي

لویې څارنوالۍ د فساد په تور ۳ لوړپوړو حکومتي چارواکو د نیولو خبر ورکړ.

د دغې ادارې ویاند بصیر عزیزي نن یک شنبه (نومبر په ۲۲مه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د مالیې وزارت د مالیې ورکوونکو ریاست دوه جګپوړي مامورین یې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو د بډو اخیستلو په تور نیولي دي.

د لویې څارونوالۍ ویاند وايي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي او ډېر ژر به محکمې ته ولېږل شي.

د لویې څارونوالۍ ویاند زیاته کړه، چې د لوګر ولایت د کانونو او پترولیم ریاست رییس اجمل سهاک د فساد په تور د څارنوالۍ او ملي امنیت له لوري نیول شوی او دوسیه یې تر څېړنې لاندې دي.

ده وویل، د ښارجوړونې وزارت اداري مدیر هم د دوه میلیونو افغانیو په تور نیول شوی دی.

څه وخت مخکې د لوګر والي ویاند  سلیم صالح سلام وطندار ته ویلي و، چې د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس اجمل سهاک د فساد او د کانونو ناقانونه کېندنو په تور د کابل په شهر نو سیمه کې د ملي امنیت مامورینو او د لویې څارنوالۍ غړیو له خوا د فساد په تور ونیول شو.

صالح ویلي و، د لوګر والي محمد حلیم فدايي د امنیې قوماندانۍ، ولایتي شورا او ملي امنیت مامورینو څخه یو ګډه کمېټه جوړه کړه، او دغې کمېټې ته یې د نده سپارلې وه، چې د کانونو او پترولیم ریاست کې موجود فساد و څېړي.

بصیر عزیزي همدا راز وویل، چې د پښتني بانک پخواني رییس حیات الله دیاني دوسیه هم بشپړه شوې ده.

د پښتني بانک رییس حیات الله او ۱۲کار کوونکي یې د اسنادو په جعل، مالي ناوړه استفادې، د وظیفوي غفلت  او دخلکو د مېلیونونو ډالرو او ۱ زرو ۵ سوه ميليونه افغانيو په تور څلور کلونه مخکې زنداني شوي دي.

عزیزي وویل، حیات الله د ۳ واړو محکمو د پرېکړو پر بنسټ په لس کلونو بند او یو میلیارد نغدو افغانیو په پرېکولو محکوم شوی دی.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام