د ترانسپورټ وزارت چارواکي وايي، د ښاري بسونو دکموالي له امله د کابل ښار ترافیکي ګڼې، ګوڼې سره مخ شوی دی.
چارواکي وايي، هغه ښاري ملي بسونه، چې دوی یې په واک کې لري زیاته برخه یې ویجاړ شوي دي او د جوړولو له پاره یې بودیجه نه لري.
د دوی په وېنا، چې د ملي بسونو د کموالي له امله خلک ګړندي تلونکي موتر سرکونو ته را وباسي چې، په لارو کې د ګڼې، ګوڼې سبب کيږي.
ویل کيږي د ملي بس د ادارې د تاسیس پر مهال په ۱۳۸۰کال کې د دوی سره د مرستوندویه هېوادونو له لوري له ۱۰۰۰ زیات بسونه مرسته شوي وي و، چې اوس یې زیات هغه له کاره لوېدلي دي.
د هوايي چلند او ترانسپورټ وزیر محمدالله بتاش په نني (یک شنبه) خبري ناسته کې، چې د « ملي ترانسپورټ او ترانزیت» په اړه جوړه شوې وه وویل، د کار د پېل په ورځو کې یې په تول کابل کې ۳۰ عرادې ملي بسونه فعال و، چې اوس یې د شته امکاناتو په مرسته دغه شمېره لوړه کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې ډير داسې بسونه لري، چې مرمت ته اړتیا لري خو دکافي بودیجې نشتوالي له امله دوی نه شي کولی هغه ورغوي.
وزیر په کابل کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې یواځینۍ حل لاره د ښاري بسونو زیاتول بولي.
بتاش وویل، چې د ښاري بسونو په اړه یې له هندوستان هېواد سره خبرې کړي، چې هغوی په دې برخه کې د مرستې ژمنه ورسره کړې ده.
د ټولګټو وزیر محمود بلیغ په دې ناسته کې ویل، چې ميلیاردونه ډالر د ټرانسپورټ او ترانزیت پر زیربنا ولګول شول، خو اوس هم ډيرې ترافیکې لارې نه دې جوړي شوي.
بلیع د لارو د ړنګېدو د لاملونو په اړه وویل، چې ډيرې یې د ناامنۍ، جګړې او له ټاکلي حده درانده موټرو تګ، راتګ له امله ویجاړې شوي دي.
بلیغ زیاته کړه چې د ټولګټو او ټرانسپورټ وزارتونه د دې موترو د تګ راتګ په مخنيوي بریالي شوي نه دي.
ده له ټرانسپورټ وزارت څخه وغوښتل، چې په کابل ښار کې د دردندو موټرو د چلند مخه ونیسي.
د راپورونو پر بنسټ اوس مهال د ښاري بسونو ټول ټال شمېر ۶۵۰ ته رسيږي، چې دم ګړۍ یې په ۱۰۰ کې ۴ فعال دي.
په همدې حال کې چارواکي وايي، چې د کابل ښار د ترافیکي ګڼې، ګوڼې مخنوي کې به ورسره ۲ زره ۵ سوه ملي بسونه مرسته وکړي، چې باید غم یې وخوړل شي.





