غوریانو له داعشه د غچ اخیستو له پاره وسلې پورته کړي

داعشیانو تیره اونۍ د غور ولایت له ۳۰ ډیر ملکي وګړي ووژل، چې په غبرګون کې یې سلګونو غوریانو د هغوی پرضد وسلې پورته کړې.

د غور ولایت ځای ناستي امنیه قوماندان جنرال ضیاءالدین ثاقب سلام وطندار ته وویل، چې له ۵۰۰ ډیرو کسانو د ولسي پاڅون په چوکاټ کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د داعش وسله والو پر ضد وسلې پورته کړي او د فیروز کوه ښار ځینې سیمې یې له طالبانو پاکې کړې دي.

د ثاقب پروینا، په دغو عملیاتو کې ۸ طالبان او یو امنیتي سرتیری وژل شوي او دوه نور امنیتي سرتیري د ماین چاودنه کې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې:" د امنیتي سرتيرو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې ۸ طالبان ېې وژلي او د بي ام یو، یوه دستګاه یې له منځه تللې او یو امنیتي سرتیری هم د ماین په چاودنه کې شهید او یوبل ټپي شوی دی."

د غور ځای ناستی امنیه قوماندان زیاتوي، چې په شمال کې د ظفر ۳۷ عملیات به د مخالفو وسله والو تر له منځه وړولو پورې روان وي

د ثاقب پر وینا، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ډیر ژر د غلمین سیمه په بشپړه توګه له مخالفو وسله والو پاکه کړي.

داعش وسله والو تیره اونۍ د خپل یو قوماندان وژل کیدو په غبرګون کې د غور مرکز فیروز کوه اړوند کاسي سیمه کې ۳۰ ملکي وګړي وژلي وو. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام