وسله‌والو پکتيا کې ۳ کسان وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي

دا پېښه تېره شپه د دې ولایت د مرکز ګردېز د «زاهو» کلي په جومات کې شوې‌ده.

د پکتيا امنيه قومندان سلام وطندار ته وويل، چې په پېښه کې ۳ کسان د وسله‌والو له لوري وژل شوي او۷ نور ټپيان شوي‌دي.

عبدياني وايي، چې د دې سيمې د امنيت لپاره يې پلان نيولی او ډېر ژر به په سيمه کې سیمه‌يیز پوليس زيات او امکانات ورته برابر کړي.

خو عیني شاهدان وايي، چې له ۷ تر ۸ تنو وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي‌.

د تېرې شپې دوه عيني شاهدان مولوي محمد نعيم او حنان چې بريدګر یې په‌خپلو سترګو ليدلي، وايي، څلور وسله‌وال کسان راغلل او په تراویحو کې یې ډزې وکړې او نور له ځایه وتښتېدل. 

دوی زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې یو څارنوال هم شامل دی.

د پېښې اصلي انګېزه او وسله‌واله ډله لا نه‌ده معلومه؛ خو د پکتیا امنیه قومانداني ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به د پېښې عاملان پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام