عثماني: د تعویذګرو لمن ټوليږي

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر د سې شنبې (د مارچ په ۲۴مه) په ورځ رسنیو ته په یوې ناسته کې وویل، چې هوډ لري جوماتونه او زیارتونه د ناسالمو خلکو له موجودیت څخه پاک کړي.

نوموړی د زیارتونو د مجاورانو او ناسالمو خلکو له موجدیت د جوماتونو د پاکوالي خبره په داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ یوه میرمن د قرانکریم د سوځلو په تور لومړی و وژل شوه، بیا اور ورواچولو شو او د ګڼ شمېر هېواد والو، د ښځو او مدني ټولنو، نړیوالو بنسټونو، د بشرحقونو او د علماو غبرګونه یې را وپارول.

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني رسنیو ته وویل، مخکې له دې چې شاه دوشمشېره ته ورته نورې پېښې رامنځته شي؛ رهبري هیئت د داسې پېښو د مخنیوي لپاره ځانګړی پلان لري، چې "جوماتونه وپلټي او د تعویذګرو د کار مخنیوی وکړي."

راپورنه وايي، چې فرخنده د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار شاه دوشمشېره زیارت د یوه تعویذګر په دروغجنه ادعا د ګڼو خلکو له لوري په مرګ ووهل شوه، د تېږو او خښتو ګوزارونه پرې وشول، بیا وروسته له بامه وغورځول شوه، موټر پرې وخېژول شو او بالاخره یې جسد ته اور هم واچول شو.

بل خوا پر همدې مهال ګڼو مدني فعالانو او د خواله رسنیو له خوا په ټول هېواد کې د ګمراه کوونکیو تعویذګرو د کار د مخنیوي د غوښتنې تر څنګ هغوی ته د سزا په ورکولو ټینګار هم کېږي.

د دوی په باور له اسلام او ټولنیز شعور نه نا خبره کسان چې د د تعویذګر له نامه نه په استفادې د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.

په خوالو رسنیو کې نه یواځې افغانانو بلکې نړیوالو هم د فرخندې پېښه د بشر ضد عمل وګاڼه او تر لا هم په په ډېرو فیسبوک پاڼو او ټویټر پاڼو کې د فرخندې لپاره د عدالت غوښتنې کېږي.

نن (د مارچ په ۲۵مه) د کار او اجتماعي امورو وزارت، د حج او اوقافو وزارت ته په خطاب کې وویل، "که تاسو د کابل د ښار څو سوه سوالګر او څو سوه تعویذګر چي د ښار رنګ یې اړولی نه شﺉ خوندي کولاي لطفا خپل دوکان مو وتړئ."

ولسمشر غني ددغې پېښې له رامنځته کېدو یوه شپه وروسته یو کمېسيون ته دنده وسپارله چې د قضیې هر اړخیز جاج واخلي.

ولسمشر دا هم ویلي و چې په هیواد کې به بې عدالتۍ له پاره چاته هم اجازه ور نه کړي چې قانون په خپل لاس کې واخلي.

د حج او اقافو وزارت له تېرې ورځې راهیسې د ابوالفضل له جومات څخه د خپلو پلټونو کارونه راپيل کړ او وايي، چې دغه پلټنې به په ټول افغانستان کې دوام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام