د جګړو له کبله د کورنیو بې ځایه کېدل د اندېښنې وړ دي

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانکړې ادارې یا (یو، ان، ایچ، سي، آر) ویاند فهیم همدرد نن سې شنبه په کندوز کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې له تېرو څوکلونو راهیسې له جګړو څخه د بې ځایه شویو په شمیر کې د اندېښنې وړ زیاتوالی لیدل کېږي.

نوموړي تېرو څو کلونو ته په اشارې سره وویل، چې پرته د کندوز له اوسنیو بې ځایه شویو څخه د شمال اوشمال ختیځ زون په ۹ ولایتونو کې څه باندې یو سل ، ۲۱ زره او ۸۶ کسه په تېرو شپږو کلونو کې د جګړو اوناخوالو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

همدرد وایي، دا هغه شمېرې دي، چې له دوی سره ثبت دي او مرستې ور رسیدلي دي.

د همدرد په وينا، دا د اندېښنې وړ خبرده، ځکه هغه وايي، چې د ورځې په تېرېدو سره دغه شمېرې زیاتیږي.

د ملګروملتونو دغه چارواکی وایي، چې اوسمهال ملګري ملتونه په بېړني حالت کې قرار لري.

 ترڅودغه زیاتیدونکې شمیر بیځایه شویو ته څنګه نوموړی وایي، چې دا مهال په کندوز کې څه باندې ۳ زره کورنیو سره وروسته له هغې چې سروې یې وشوه خوراکي او غېر خوراکي مرستې شوي.

 په شمال ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دغه ویاند زیاته کړه، هڅه کېږي چې بې ځایه شویو ته نورې اړینې مرستې هم برابرې شي.

 په همدې حال کې بیا په کندوز کې بې ځایه شوي کډوال وایي، چې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

بې ځایه شوې کورنۍ زیاتوي، چې دغه ورکړل شوې مرستې دوی ته بسنه نه کوي.

دوی غوښتنه کوي، چې د دوی ستونزو حل ته دې جدي پاملرنه وشي.

په دې وروستيو کلونو کې د هېواد شمالي ولايتونو کې وسله والې نښتې زور اخیستی او اوس هم په ځینو سیمو کې جګړې روانې دي.

داسې اندېښنې هم شته، چې کېدای شي د جګړو د دوام له کبله نورې کورنۍ هم خپل کورونه پريږدي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام