د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ ولسوال محمدصالح صالح سلام وطندار ته وویل چې طالبانو د فیض الله او ضیاالحق په نوم له ۲ کسانو سرونه غوڅ کړي دي.
د صالح په وینا دغه کسان د فراه ولایت د میمنه او پشتون کوټ ولسوالیو اوسېدونکي دي چې یو یې یوه اوونۍ وړاندې او بل یې د دوه میاشتې مخکې د طالبانو له خوا تښتول شوي و.
صالح وویلې چې د دغو دوه تنو وژل شویو جسدونه نن ( ۲۰۱۵ زیږدیز کال/ د مې ۱۰ مه) د المار ولسوالۍ په کیجم سیمه کې موندل شوي دي.
د المار ولسوال زیاته کړه چې دغه جسدونه په کرنیزو ځمکو کې پیدا شوي دي.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي د پېښې پخلی کوي .
د فاریاب ولایت د روغتون مسولین وايي نن ماسپښین دوی ته دوه سر غوڅ شوي جسدونه ور وړل شوي دي.
لا تردې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.





