د سولې د بین‌الافغاني خبرو له پيله تر اوسه ۲۱۶ طالبان او ۵۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي

د هېواد امنيتي مسوولان وايي، د قطر په دوحه کې د سولې د بين‌الافغاني خبرو يوې اوونۍ په تېرېدو سره د هېواد په ۱۲ ولايتونو کې جګړو زور اخيستی دی.

۱۲ ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۲۱۶ طالبان وژل شوي او ۸۳ ټپيان دي. په دې نښتو کې ۵۸ امنيتي ځواکونه هم وژل شوي او ۷۵ نور بيا ټپيان دي.

په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد په درې ولايتونو کې ننګرهار، کونړ او لغمان کې شاوخوا ۴۷ طالبان وژل شوي او ۴۱ نور يې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، تازه طالبانو د ننګرهار په حصارک، شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو کې پر حکومتي پوستو بریدونه کړي چې پايله کې يې پاڅونوالو او محلي پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له دې سره د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی وايي، د بين‌الافغاني خبرو له پيله د ياد ولايت په شاه‌ولي کوټ او ميوند ولسواليو کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

کندهار کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې ۷۵ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. په دې نښتو کې يو امنيتي سرتېری هم وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د پکتيکا امنيې مسوولان وايي، د طالبانو په ۱۷ بريدونو کې ۷ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

همداراز د پکتيکا امنيې قومندان سلطان داوود سلطان وايي، په دې ولايت کې د طالبانو په ۵۰ بېلابېلو بريدونو کې ۳ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. د نوموړي په وينا، په دې بريدونو کې ۲۰ طالبان هم وژل شوي  او ۱۰ نور يې بيا ټپيان شوي هم دي.

د هېواد په لوېديځ زون کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۲۲ امنيتي ځواکونه، ۳۴ طالبان او ۱۱ ملکي کسان وژل شوي دي.

د لوېديځ زون د مسوولانو په وينا، ۱۷ امنيتي ځواکونه، ۱۳ طالبان او ۱۱ ملکيان ټپيان شوي هم دي.

لوګر ولايت کې هم د طالبانو بريد کې ۲۵ طالبان، ۲۳ ولسي‌پاڅونوال او ۲ ملکي کسان وژل شوي دي.

په وردک ولايت کې هم جګړو کې ۱۵ طالبان وژل شوي ۸ نور يې ټپيان دي. د امنيتي مسوولانو په وينا، د طالبانو په بريد کې ۲ افغان ځواکونه هم وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد تېره ورځ په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، د سولې خبرو له پیل سره هم‌مهاله هېواد کې روانې جګړې نور هم زور اخیستی او لامل يې هم دا یاد کړی چې طالبان هڅه کوي تر څو د سولې خبرو کې ورباندې امتياز ترلاسه کړي.

تمه وه د بين‌الافغاني خبرو پيل سره جګړه کمه شي او د خبرو دواړه لوري د جګړو پای ته رسولو ته يوه حل لار پيدا کړي، خو د يوې اوونۍ په تېرېدو سره جګړو زور اخيستی او دواړو لوريو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام