ناټو: که طالبان خپلې ژمنې عملي نه کړي، افغانستان نه پرېږدو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی باید ټول‌شموله وي او د ټولنې ټول اړخونه په‌کې ځان وویني.

سټولټنبرګ د افغان حکومت، ناټو او امریکا متحده ایالتونو د ګډې اعلامیې په غونډه کې تر ګډون وروسته له افغان ژورنالېستانو سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې سوله یوازې د افغانانو په مشري د خبرو اترو په پایله کې راځي.

نوموړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د خپل  حضور د دوام په اړه ویلي، که غوښتنې ترې وشي، ناټو به له افغان حکومت سره په دې اړه خبرې وکړي.

سټولټنبرګ وايي، تر هغه یې چې په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو ورکېدو په اړه ډاډ نه وي ترلاسه کړی، افغانستان نه پرېږدي. هغه ټینګار کوي چې په افغانستان کې یې حضور د دغه هېوادد له شرایطو سره تړلی دی.

د ناټو عمومي منشي زیاتوي، که طالبان خپلې ژمنې عملي نه کړي، ځواکونه به یې په افغانستان کې پاتې شي. هغه د القاعده او داعش د فعالیتونو په اړه وویل، که له طالبانو سره جګړه پای ومومي، د داعش ډلې پر وړاندې د جګړې لپاره به هڅې ډېرې کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له میاشتو میاشتو خبرو اترو وروسته پرون د دواړو لوریو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک په دوحه کې لاسلیک شو. دغه راز افغان حکومت، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر هم په کابل کې ګډه اعلامیه خپره کړه.

د سولې هوکړه‌لیک له مخې به د مارچ په نهمه نېټه بین‌الافغاني خبرې اترې پیل او په دې موده کې به د له پنځه زره ډېرو طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ هم پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام