شمس: پر (آیسا) د کودتا مخه مو ونيوله

د آیسا یا د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې سرپرست محمد ابراهيم شمس وايي، چې نن چهارشنبه (۲۰۱۵ م زېږدیز/ ۲۷مې) شاوخوا ۵۰ غېر مسووله وسله وال غوښتل، چې پر دغه ادارې کودتا وکړي او د ټوپک په زور درې کسان په لوړو څوکيو کې مقرر کړي.

نوموړي سلام وطندار ته په خبرو کې وویل، چې دغه کسان د تجارت وزارت له لوري ليږل شوي وو او غوښتل يې په غير قانوني ډول د اجمل وزيري په نوم د آیسا ادارې د مرستيال په توګه، خادم حسېن فطرت د پانګونې د مرستيال په توګه او احمد ویس ترکی د صنعتي پارکونو د مرستيال په توګه پر دندو وګماري.

ابراهیم شمس زیاته کړه، چې دغه وسله وال د پولیسو په رنجر او زرهي موټرو کې راغلي وو.

نوموړي وايي، چې دوی سم د واره ولسمشرۍ ماڼۍ ته خبر ورکړ او ولسمشر سمدستي د پېښې په اړه پلاوی وټاکه او دغه کسان د ولسمشرۍ ماڼۍ امنيتي مسوولينو له لوري وشړل شول.

د ملي وحدت حکومت د جوړېدو څخه وروسته د تجارت وزارت د اجرايوي رییس دویم مرستيال محمد محقق ته ورسېد او داسې ويل کيږي، چې دغه کسان د محقق ډلې پورې اړوند وو.

خو محقق ته يوې نږدې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته ويلي، چې دوی په دغه موضوع کې دخيل نه دي او هيڅ ډول معلومات نه لري.

په دې اړه مو وغوښتل د سوداګرۍ وزارت نظر هم ولرو، خو په دېرو هڅو سره بريالي نه شو.

یاده اداره په خپل فیسبوک پاڼه کې هم د دغو کسانو تصويرونه خپاره کړي.

د آیسا یا د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې د اصولو له مخې د هر شخص مقررېدو له پاره باید د پانګونې ادارېعالي کميسيون اوه کسيزه ډله پريکړه وکړي.

د دغه کمېسیون ۷ کسیزه ډله ټول وزیران دي.

خو د آیسا ادارې سرپرست په وينا دوی پرته له دې، چې دغه کمیسيون په جريان کې واچوي مستقيم راغلل او غوښتل يې، چې د ټوپک په زور مهم پوسټونه خپل کړي.

همدا ډول سرچينه وايي، له قانوني لارو او مسلکي اشخاصو پرته به زورواکۍ ته غاړه کې نه ږدي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام