د ملي اردو ضربتي ډله طالبانو پسې تخار ته لاړه

د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، چې د ملي اردو ۴۰ ضربتي او د زرې ضد موټرې د طالبانو د راپرځولو له پاره تخار ته رسېدلي دي او ښايي ډېر ژر د ښار د پاکوالي له پاره عملیات پیل کړي.

د دغو چارواکو پر وینا، د دې عملیاتو مشري د دفاع وزارت د پالیسۍ د رييس جنرال جان خان پاسبان پر غاړه ده.

دوی وايي، چې د ملي اردو دغې ډلې له درې ورځني سفر وروسته په بغلان کې د سید علي په نامه د طالبانو د یو قومندان په ګډون ۳۰ طالبان وژلي او د چرخشک په نامه د لارې د پرانېستلو تر څنګ، د تخار مرکز تالقانو ته رسېدلې دي.

دغه سرتېري چې د ملي اردو د لومړۍ لوا د قومندان جنرال شعورګل پر مشرۍ تخار ته تللي دي؛ وايي، د دوی ماموریت دا دی، چې ناامنه سیمې د طالبانو او ترهګرو له موجودیت نه پاکې کړي.

جنرال شعورګل وايي، چې دغه ډله به ډېر ژر په اشکمش، خواجه غار، ینګې کلا او درقد تخار ولسوالیو کې عملیات پيل کړي. د دغه قومندان پر خبره، د ملي اردو دا ډله به له تخار نه وروسته د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ته رهي شي.

د کندوز د دشت ارچي ولسوالي د هېواد په شمالي ولایتونو کې د طالبانو له مهمو پټن ځایونو په توګه پېژندل کېږي او اکثره وخت له همدې ځایه نېږدې او سرحدي ولسوالیو باندې ترهګریز بریدونه پلانوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام