 - Copy 1.jpg)
ناټو نن (سهشنبې د دلوې پر۹مه) اعلان کړی چې « له ضرورته ډېر به په افغانستان کې پاتې نهشو.»
ناټو پر ټویټر کې لیکلي، «موږ به له لازم وخت نه ډېر په افغانستان کې پاتې نهشو؛ خو له افغانستانه زموږ وتل به هغه وخت اجرا شي چې زموږ لاستهراوړنې او موخې له خطر سره نه وي مخ او افغانستان ترهګرو ته په ناامنۍ بدل نهشي.»
دا پهداسې حال کې ده چې د ایټالیا دفاعي سرچینو نن اعلان کړی چې د دغه هېواد دفاع وزیر په یو کال کې له افغانستانه د وتلو په تړاو د پروګرام بررسي پیلولو امر کړیدی.
له افغانستانه د ایټالیوي ځواکونو د وتلو پرېکړه داسې مهال اعلانېږي چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو د سولې په تړاو خبرې روانې دي.
د افغان سولې خبرو اترو لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد پرون له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو د پاموړ پرمختګ خبر ورکړ او ویې ویل: «افغانان دې خپل سیاسي اختلافات غاړې ته کړي او لهدې موکې دې ګټنه واخلي.»
ښاغلي خلیلزاد د یو شمېر رسنیو له مسوولانو سره په خبرو کې وویل چې د دوحې غونډې د افغانانو لهپاره ښه موکې ورکړېده، «له دې موکې استفاده وکړئ. موږ د دې موکې لرو چې د راتلونکیو ناورینونو مخنیوی وکړو، ۴۰ کلن جنګ ته د پای ټکی کېږدو، یوه ښه پای. زه له ټولو غواړم چې د دې مناسبت په اړه له ځانه تحرک وښيي او زه هیلهمن یم چې همداسې به کېږي هم.»
.jpg)
هغه پهدې غونډې کې وویل چې طالبان یې له افغان حکومت سره د سولې لهپاره هڅولي او د هغه سیاست د بینالافغاني خبرو اترو تشکیل دی. ښاغلي خلیلزاد ټینګار لري چې د افغان سولې کيلي د افغانانو په لاسونو کې ده.
د هغه په خبره، د سولې په بهیر کې د افغانانو نهشتوالی ناسم روایت دی. خلیلزاد زیاتوي، د امریکا مهمه اندېښنه د افغانستان امنیت او ثبات دی او دوی په ګډه هڅه کوي چې یو هر اړخیز اوربند ته ورسېږي. د افغانستان د سولې خبرو اترو لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی له طالبانو سره د موقت حکومت د جوړوېدو خبرې اترې ردوي.
د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د ۶ ورځو لهپاره د قطر په دوحې ښار کې روانې وې. زلمي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره پهدې ناسته کې د اوربند او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه بحث شوی، خو تر اوسه پهدې اړه هېڅ ډول توافق نهدی شوی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم اعلان کړی چې ښاغلی غني د امریکا له لوري د بینالافغاني خبرو اترو د زمینهسازۍ ملاتړ او هرکلی کوي.





