ملي امنیت شورا: طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ ملکیان وژلي

د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ ملکیان وژلي دي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې طالبانو په یاده موده کې ۴۵ نور ملکیان ټپیان کړي دي.

 د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو ته په ۱۶ ولایتونو کې د طالبانو د ۲۸۴ ترهګریزو بریدونو له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، په تېره یوه اوونۍ کې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په کابل، ننګرهار، کندهار، پکتیکا، تخار، بغلان او هرات ولایتونو کې ملکیانو ته اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا د خبرپاڼه پر بنسټ، سره له دې چې دولت تل د تاوتریخوالي پر درولو ټینګار کړی، خو طالبانو د ټولو لوریو غوښتنه نه ده منلې او د بې‌ګناه خلکو وژلو ته یې دوام ورکړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام