
په دې وروستیو ورځو کې د تخار ولایت په چاهاب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو ته د منصوبو شویو قوماندانانو بشیر قانت او فیض الله ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.
د مشرانو جرګې سناتور او د جمعیت اسلامي د ګوند غړی افضل شامل په چاهاب ولسوالۍ کې سلام وطندار ته وویل، چې د حزب اسلامي د قوماندان بشیر قانت وسله والو او جمعیت قوماندان فیض الله ترمنځ نښتې شوي دي.
نوموړي تور پورې کوي، چې د حزب اسلامي قوماندان بشیر قانت وسله والو په چاهاب ولسوالۍ کې امنیت خراب کړی دی.
شامل وايي، د بشیر قانت یو وسله وال حسین چې په حسین جندي مشهور دی، په دې ولسوالۍ کې یې ډېر شمېر کسان وژلي دي.
دی وايي، د بشیر قانت وسله والو ۲۲ تنه د جمعیت غړي، چې زیاتره یې د لمانځه اداکولو او له کوره راویستلي او وژلي دي.
شامل ادعا کوي، جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د جمعیت اسلامي کسانو د بشیر قانت د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی وکړ.

خو د تخار امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجانی وايي، تر اوسه معلومه نه ده، چې جګړه د جمعیت او حزب اسلامي قوماندانانو ترمنځ ده او که د نامسووله وسله والو ډلو.
فقیر محمد جوزجاني وايي، د پېښې د څېړلو په موخه یې سیمې ته پلاوی لېږلی دی.
د تخار د والي ویاند سنت تیمور سلام وطندار ته وویل، په دې نښتو کې ښکېلې غاړې د جمعیت او حزب اسلامي د ګوندونو سره تړاو لري.
ومو غوښتل په دې اړه حزب اسلامي ته د منصوب شوي قوماندان بشیر قانت نظر هم واخلو، خو هغه په دې اړه خبرو ته حاضر نه شو.





