
د افغانستان د ارزونې او څېړنې واحد (AREU) نن (چهارشنبه) په کابل کې د افغان ملي اردو د ځواکونو په اړه خپل څېړنيز راپور خپور کړ.
په راپور کې راغلي دي، چې د ملي دفاع وزارت د عملیاتو کول، دفاع او له وسله والو ډلو سره له جګړې کولو پرته د بشري ځواک، جلب او جذب، د جګړې څرنګوالي مدیریت کول او د ملي اردو د لیکو د تنظیمولو په برخو کې نام و.
له افغانستانه د ایساف ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ملي اردو پر حالت د شویو څېړنو موندنې ښيي.
د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي دي، چې په ۲۰۱۵ کال کې د ملي اردو تلفات زیاد شول او د لومړي ځل له پاره اردو د جلب او جذب له جدي ستونزې سره مخ شوه او دا کار د اردو په لیکو کې د خیالي سرتېرو د زیاتوالي لامل شو.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې د ملي اردو له قطعاتو څخه د ایساف سلاکارانو وتلو وروسته، د لوژستیک پر عمومي وضیعت، پلان جوړولو، د تجهیزاتو ساتنې او په اداري چارو اغیز کړی؛ هغه څه چې د مخالفینو په پرتله د ملي اردو سرتېرو د تحرکاتو کموالي سبب شوي دي.

د افغانستان د ارزونې او څېړنې واحد(AREU) راپور موندنې ښیي چې د ملي اردو په مدیریت او مشري برخو کې جدي ستونزې د ملي اردو سرتیرو د فني کړنو پر څرنګوالي هم اغیز کړی دی.
په راپور کې لیکل شوي، چې د ملي اردو په مهمو څوکېو کې د سیاسي مصلحتونو له مخې ناکاره خلک ټاکل کېږي.
دغه حقیقت د دې ښکارندويي کوي، چې په پلازمېنه کې سیاسي کشمکشونو په ملي دفاع وزارت اغیزه کړې ده او دغه وزارت د ملي اردو د نظامي پیاوړتیا په برخه کې پاتې راغلی دی.
د راپور په پای کې د افغانستان د ارزونې او څېړنې واحد (AREU) د ملي اردو په لیکو کې د ښه والي راوستلو له پاره واړاندیزونه کړي وو، چې مهم یو یې د ملي اردو په لیکو کې د هغو قوماندانو بدلول و، چې د دندې په وخت کې یې ضعیف عمل کړی دی.





