د پاکستاني طالبانو فعالو ۳ ډلو ددغه هیواد د حکومت په خلاف لاس یو کړی او ټېنګار کوي، چې له دې وروسته به یو ځای دپاکستاني پوځ او حکومت په خلاف جګړه کوي.
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند احسان الله احسان سلام وطندار ته په یوې رالېږلې خبر پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو دجماعت الاحرار، تحریک طالبان پاکستان او تحریک لشکر اسلام ۳ ډلې سره یو لاس شوي او دپاکستان پر وړاندې به د تحریک طالبان په نوم وجنګيږي.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې مشر ملا فضل الله، د جماعت الاحرار ډلې مشر عمر خالد خراساني او د تحریک لشکر اسلام مشر حاجي منګل باغ په ګډه مشورتي ناسته کې د یو ځای کېدو پرېکړه کړې.
سرچينه وايي، په دغه ناسته کې د تنظيمي جوړښت یوه ګمېټه هم وټاکل شوه، چې په راتلونکو څو ورځو کې به یو پیاوړې رهبري رامنځ ته کړي او "دپاکستاني طالبانو د مرکزي شورا جوړول او د کارونو د لا ښه والي له پاره به کار کوي."
د تحریک طالبان پاکستان دغې را يوځای شوې ډلې پاکستاني پوځ ته ګواښ وکړ، چې دوی به دپاکستان ټول پلانونه ناکامه کړي.
ټي ټي پي یا تحريک طالبان پاکستان ګواښ کړی، چې د آي ای آي له کارکونکو څخه به دخپلو ملګرو د وژلو غچ واخلي.
نږدې کال وړاندې پاکستان په قبایلي سیمو کې د وسله والو په خلاف د ضرب غضب په نامه پراخه پوځي عملیات پېل کړل، چې له امله یې په سلګونو زره کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې.
د ضرب غصب په عملیاتو کې پاکستاني حکومت د سلهاو وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کړې او زیاتوي، چې په قبایلي سیمو کې یې وسله وال له پخو غورځولي دي.
د چارو شنونکي هم په همدې نظر دي، چې د پاکستاني طالبانو د ضرب غضب په عملیاتو کې له ماتې خوړلو وروسته درک کړې، چې که یو ځای نه شي نو راتلونکی کې به له دې سترې ناکامۍ سره مخ شي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی محمد حیدري د پاکستاني طالبانو اتحاد ګواښوونکي بولي او زیاتوي، چې دپاکستاني طالبانو د ډلو را یو ځای کېدل دپاکستان له پاره سرخوږی جوړولی شي.
ددې په پوښتنې په ځواک کې چې د سخت دریځه ډلو د مهار کولو له پاره پاکستان باید څه وکړي؟ په ځواک کې حیدري وویل، چې اسلام اباد باید په خپلو کورنيو او بهرنيو پالیسيو کې بدلون راولي، ګینې له جدي امنیتي ستونزو او کورنۍ جګړې سره به مخ شي.
خو د افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې يو پخوانی چارواکی وايي، دغه اتحاد به تر ډيره دوام ونه کړي.
دغه سرچينه چې له نوم ذکر کولو ډډه کوي، سلام وطندار ته په یو برېښنايي پیغام کې ویلي دي، چې دطالبانو ترمنځ په نوي اتحاد کې داسې څېرې هم شته، چې پاکستاني استخباراتو سره پرې د اړیکو تور پورې شوی دی.
د چارو شنونکي په دې باور دي، چې که په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې هر اړخیزه مبارزه پېل نه شي نه یواځې دا چې افغانستان او پاکستان به له امنیتي ننګونو سره مخ کړي، بلکې دا نا امنۍ به نورو سیمو ته هم وغزيږي.





