
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د سولې بهیر په اړه د څلورو هېوادونو په پنځمه غونډه کې د تېرو تر سره شویو غونډو نتیجه څېړل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیر الله ازاد وايي، چې په تېرو غونډو کې په دې پرېکړه شوې وه، چې که وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای نه شي، دغه هېوادونه یې باید په ګډه سره وځپي.
په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري حضرت عمر زاخېلوال، د پاکستان له خوا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد، د امریکا او چین له خوا د افغانستان او پاکستان له پاره ځانګړي استازي رچارډ اولسن او دینګ ژیون ګډون لري.
د تېرې پنج شنبې په ورځ د پاکستان د بهرینو چارو وزارت د پنځمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په دې غونډه کې به د افغان سولې بهیر د تېرو غونډو نتیجه وڅېړل شي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې له طالبانو سره خبرې ساده نه دي او د غونډې غړي هېوادونه له افغان حکومت سره د طالبانو په کېنولو او خبرو کې باید همکاري وکړي.
په تېرو غونډو کې پاکستان ژمنه کړې وه، چې که په هر ډول وی طالبان به د سولې خبرو ته کېنوي.
خو څه وخت مخکې طالبانو له افغان دولت سره د سولې له خبرو انکار وکړ.





