د ډنډ غوري طالبان: په ودونو کې موسیقي غږول جرم دی

د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ خلکو ته وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی، چې د ودونو په مراسمو کې د دوی پر وینا د "موسیقي او لهولعب" پر ځای که د طالبانو ترانې او د دوی د مبلغینو تبلیغ خپور نه شي، نو د واده کورنۍ ته به سخته سزا ورکړي.

د طالبانو اخلاقي کمېسیون د موسیقۍ ثبتول، غږول او خپرول جرم ګڼي او وايي، چې له دې وروسته که د ډنډ غوري ولسي خلکو د ودونو په مراسمو کې د موسیقۍ غږ واورېدل شي، جدي چلند به ور سره وکړي.

د ډنډ غوري اوسېدونکی خال مراد سلام وطندار سره د مرکې پر مهال وویل، چې د طالبانو له نوي قانون څخه یو شمېر خلک خوشاله دي او ملاتړ یې کوي.

د مراد په خبره، د ډنډ غوري زیات شمېر اوسېدنکي د طالبانو د پرلپسې قوانیونو له صادرولو ستړي شوي دي؛ د طالبانو دغه نوی قانون په کلکه غندي او وايي، چې د طالبانو دغه عمل افراط دی او په جهل پورې تړل عمل یې بولي.

طالب اورپکو د فاتحې په مراسمو کې هم دې ته ورته قوانین ټاکلي دي.

ویل کیږي، چې په دغې ولسوالۍ کې د ودونو له مراسمو او جوماتونو څخه یواځې د طالبانو د تبلیغانو غږونه اورېدل کیږي.

په دغو مراسمو کې طالبان له خلکو د افغانستان دولت په خلاف د جهاد غوښتنه کوي.

ویل کیږي، په ډنډ غوري کې د واده او فاتحې په مراسمو کې طالبانو د نابلل شویو میلمنو په ډول راځي او له دغو مراسمو نه په استفادې خپلې موخې په خلکو کې تبلیغ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام