مشرانو جرګه وايي، چې د ننګرهار پوهنتون محصلانو د طالب او داعش ډلو بیرغونه پورته کړي دي او د دغو وسله والو ډلو شعارونه ورکوي.
د جرګې په نننۍ ( سه شنبه) عمومي غونډه کې سناتورانو په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د طالباني فکر په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه او حکومتي مسولین یې په دې اړه په بې پروايي ګرم وبلل.
د مشرانو جرګې غړي فرهاد سخي وویل، دا کار د نظام پروړاندې لوی ګواښ دی باید مسول چارواکي یې مخنیوی وکړي.
دی وايي، چې «زموږ بچي هر ورځ قرباني ورکوي او نه غواړو ښوونځي او پوهنتونه طالباني او داعشي وي».
د ننګرهار پوهنتون محصلانو له څو ورځو راهیسې لاریون پیل کړی دی، دوی وایي، چې سیمه ییز چارواکي د دوی حقونه ضایع کوي او د مافیا او زورواکو ملاتړي دي.
دوی ادعا کوي، چې له ۶ میاشتو راهیسې ورته بدل اعاشې او امتیازات نه دي ورکړل شوي.
د مشرانو جرګې بل غړي محی الدین منصف په ولسمشر او اجرایه رییس غږ وکړ، چې نورې دې غونډې بس کړي او د خلکو ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.
منصف وايي، چې د ننګرهار پوهنتون محصلانو د ناسمو شعارونو، طالب او داعش ډلو بېرغونو پورته کولو په اړه ټول د ننګرهار ولایت ټول لومړۍ درجه چارواکي مسول دي او باید په دې اړه ځواب و وايي.
د ننګرهار پوهنتون محصلانو د لارینونو په اړه لوړو زده کړو وزارت یو اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي، چې محصلان د قانون له مخې د مدني حرکتونو له لارې د خپلو حقونو د غوښتنې حق لري، هغه غرض لرونکي خوځښتونه چې د ملي ګټو خلاف او دعامه نظم ګډوډولو په موخه وي د قانون پر بنسټ اجازه نه لري.
دغې وزارت په خپرې شوې اعلامیې کې لیکلي دي، چې دوی دنده لري، د هر هغه حرکت مخه ونیسي، چې د زده کړې ګډوډوۍ او بې نظمۍ لامل کیږي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې لومړی نایب محمد علم ایزیدیار وايي، چې د ننګرهار پوهنتون مسله ډېره جدي او ګواښونکې ده او د افغانستان امنیت ته ګواښ متوجه کوي.
نوموړي د مشرانو جرګې امنیت او لوړو زده کړو کمېسیون ته دنده وسپارله ، چې راتلونکې شنبې ورځ دې د ننګرهار امنیتي او سیمه ییز مسولین راوبولي.
د اساسي قانون له مخې هرافغان حق لري، چې د خپلو حقونو له پاره سوله ییزه لاریون وکړي، خو په قانون کی دا هم راغلي دي کله چې څوک لاریون کوي باید ۲۴ ساعته وړاندې امنیتي ادارو ته خبرورکړي او د لاریون اجندا هم ورته وړاندې کړي.
د قانون له مخې امنیتي مسولین بیا د لاریون ځای ورته ټاکي او اجازه ورکوي او امنیت یې ساتي.





