د سوداګرۍ وزارت: د سون توکو بیې به بیا راکمې شي

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې په ۲۴ ساعتونو کې هېواد ته په کافي اندازه د سون توکي وارد شوي دي او بیې به یې راکمې شي.

د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندرا ته وویل، چې په تېرو څو ورځو کې د حیرتان بندر له لارې د نورو سوداکریزو توکو د واردلو له امله د سون توکو د واګونو راوړل ځنډول شوي او د بیو د لوړوالي لامل شوي وو.

دی وايي، چې اوس د سون توکو د واردولو نوبت رارسېدلی دی او ډېر ژر به د سون توکو بیې راکمې شي.

د قوقندي پر خبره، د افغانستان وارداتي هېواد دی، یو کوچنی بدلون هم کولای شي، چې د هېواد پر بازار خپل اغېز وکړي.

نوموړي وايي، په بازار کې د عمده پلورونکو له خوا د سون توکو بیې نه دې لوړې شوي، بلکې په بازار کې د سون توکو د حجم کموالی او پرچون پلورونکو له خوا د اخیستلو ناتواني د دې لامل شوې، چې د سون توکو بیې لوړې شي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، چې حکومت د سون توکو کافي ذخیره لري او د اړتیا په صورت کې کولای شي، چې د ۳ میاشتې لپاره یې بازار ته عرضه کړي.

له دې مخکې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د سون توکو د بیو له زیاتوالي نه شکایت کړی و.

اوس وخت کې د کابل ښار په بازارونو کې یوه کیلو ګاز په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي او د تېرې اونۍ په نسبت یې په بیه کې ۲۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د کار نشتوالي او د خراب اقتصادي حالت له امله د ګازو اخیستلو وس نه لري.

دوی وايي، چې د سون توکو د بیو زیاتوالی یې پر ژوند اغېز کړی او خلک له حکومت نه غواړي، چې د سون توکو بیې کنترول شي.

افغانستان د سون توکو د ۵ لویو حوزو په لرلو او په نړۍ کې د نفت لرونکو هېوادونو په ډله کې پنځلسم ځای لري، خو لا هم د کال ۳،۵ میلیونه لیتره تېل او ۲۵۰ زره متره مکعب د اړتیا وړ ګاز له نورو هېوادونو نه وارده وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام