د فاریاب مدني فعالان: په خپل کور کې مو ازبکي ژبه پردۍ ده

د فاریاب مدني فعالانو په یوه خبرې غونډه کې، چې د ازبکی ژبې د پرمختګ او ترویج په اړه جوړه شوې وه، د دې ترڅنګ چې ازبکي ژبه په خپل کور کې بېګانه ده؛ له حکومت نه وغوښتل چې د دغې ژبې د ترویج لپاره ځانګړي فرهنګي سیاستونه برابر کړي.

دوی دغه خبرې تېره ورځ شنبې د (اګست په ۲۲مه) په یوه خبري ناسته کې مطرح کړې. ازبکي ژبې ته تقویت ورکول او په رسمي ډول د دغې ژبې پېژندل؛ د فاریاب ولایت د مدني فعالانو اساسي غوښتنې وې.

د دوی پر وینا، د اساسي قانون په ۱۶مه ماده کې راغلي دي، چې د هغو سیمو اوسېدونکي چې اکثریت یې په ازبکي، ترکمني، پشه یي، نورستاني، بلوچي او یا پامیري ژبو غږېږي؛ پر پښتو او فارسي سربېر همدغه ژبه د درېیمې رسمي ژبې بڼه خپلوي او د قانون له مخې به تطبیقېږي.

له دې سره – سره د افغانستان د اساسي قانون په ۴۴مه ماده کې راغلي دي، چې زده کړه د ټولو افغانانو حق دی او د دولت له خوا باید په دولتي موسېسو کې تر لیسانس پورې د زده کړو او تحصیل وړیا زمینه برابره شي او دولت اړ دی، په هغو سیمو کې چې خلک په کومو ژبو خبرې کوي، هغوی ته په مورنۍ ژبه د زدکړې او تدریس اسانتیاوې برابرې کړي.

د فاریاب مدني فعال احمد جاوید کیوان په دغه غونډه کې وویل، چې د فاریاب ملي راډیو ټلویزیون او د فاریاب جریده باید ۵۰ سلنه خپرونې په ازبکي ژبه وکړي.

د فاریاب مدني فعالانو د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره وايي، چې د فاریاب د دولتي لوحو ۷۰ سلنه باید په ازبکي ژبه ولیکل شي. دوی همدارنګه په نظام کې د یو لړ مسایلو  د بدلون غوښتونکي دي، وايي، چې په ازبکي مېشتو سیمو کې دې له اول نه تر نهم ټولګي پورې تدریسي کتابونه په ازبکي ژبه ووېشل شي او هغه کسان چې په ازبکي ژبه کې لیسانس لري؛ ازبکي مېشتو سیمو کې دې د تدریس په پار وګومارل شي.

د فاریاب مدني ټولنو په ګوت څنډنې سره وویل، که یې غوښتنو ته ارزښت ور نه کړل شي؛ ټول دولتي ځایونه به تحریم کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام