د تدارکاتو ملي کمېسیون ۵ میلیارده افغانۍ سپما کړې ده

د تدارکاتو ملي کمیسیون وايي، چې دوی په تېرو ۸ ناستو کې د ۶ وزارتونو او یوې خپلواکې ادارې قراردادونه ارزولي او په پایله کې یې ۵ میلیارده افغانۍ سپما کړې ده.

د دغه کمېسیون رییس یما یاري وايي، چې د کمېسیون په تېرو ۸ غونډو کې د ۲۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲۴ قراردادونه ارزول شوي، د ۱۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸۲ قراردادونه تر کار لاندې دي، ۲۰ قراردادونه رد شوي او ۲۲ نور قراردادونه د ستونزو د حل او لازم سمون په موخه تر دقیقې کتنې لاندې دي.

نوموړی وايي، چې په یادو قراردادونو کې تر دې مهاله د پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت سپما شوې ده، چې د ملي خزانې له پاره لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

 د تدارکاتو د ملي کمېسیون غوڼده د ولسمشر اشرف غني په مشرې وړمه شپه ( مې ۳۰مه) په ارګ کې تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانون پوه محمد سرور دانش او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، په دغه غونډه کې د کرنې، فواید عامې، عامې روغتیا، کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او د ملکي هوایي چلند مستقلې ادارې قراردادونه و ارزول شول، چې ځینې یې منظور او ځینې یې د لازمو اصلاحاتو په خاطر وځنډول شول.

جمهور رییس محمداشرف غني د کرنې وزارت د ۵ مسلخونو د جوړولو د پروژې په اړه وویل، د دې ډول پروژو له پیل او تطبیق وړاندې باید لازمه محیطي مطالعه او د سیمې له خلکو سره له نږدې تفاهم وشي.

افغان ولسمشر په دغه ناسته کې د فواید عامې وزارت د کابل – ارغندي د سرک په هکله وویل،  دغه وزارت باید هره میاشت ارګ ته د خپل پرمختګ راپور راکړي او ولس هم په څارنه کې شامل کړي.

دغه راز غني وویل، د اقتصاد وزارت ته يې لارښوونه کړې، چې د نمونې په توګه په څو ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت روغتیایي خدمات وارزوي، څو معلومه شي چې څومره او په کوم کېفیت تخصص موجود دی او په ځانګړي ډول د ښځو له پاره کومې روغتیایي اسانتیاوې په پام کې نیول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام