یو پلار په فاریاب کې خپله لور او هلک و واژه

د فاریاب ولایت امنيتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې يوه نجلۍ او هلک د نجلۍ د پلار له خوا وژل شوي دي.

د فاریاب امنیه قومندان سیداقا اندرابي رسنيو ته د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې تېره شپه یوه پېغله نجلۍ او یو هلک د نامشروع اړیکو درلودلو په تور وژل شوي دي.

هغه وايي، چې په دې اړه د نجلۍ پلار د پولیسو له لوري نیول شوی او اوسمهال له دوی سره بندی دی.

له بل لوري د دولت اباد ولسوال سید عبدالسلام نزهت هم یاده پېښه مني او د سلام وطندار سره يې د خبرو پرمهال زیاته کړه، چې نجلۍ ۱۷ کلنه او هلک ۲۳ کلن و، چې د "چهارشنغو" په کلي کې د نجلۍ د پلار له خوا یو د بل سره د مينې لرلو په تور وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوال وايي، چې تر اوسه په دې تور ۳ تنه نيول شوي دي.

په همدې حال کې د فاریاب روغتون مسوولان وايي، دوی ته د یو هلک او يوې نجلۍ جسدونه رسیدلي او د عدلي طب څېړنې ښي، چې دغو دوو ته د چا له خوا زندۍ اچول شوي وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام