طالبانو یو ځل بیا د بدخشان د جرم ولسوالۍ پر یوې سیمې برید کړی، خو د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په شا تمبول شوي دي.
تر اوسه پر دغه سيمه افغان حکومت حاکميت نه لري او وسله وال طالبان هم نه شي کولای، چې تر خپلې ولکې لاندې يې راوړي.
۷ ورځې وړاندې (د کب ۲۱ مه) طالبانو د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ او د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ټول ټال ۵۸ تنه امنیتي ځواکونه ووژل شول، چې د دې جملې څخه د ۲۸ تنو سرتېرو سرونه په بې رحمانه توګه غوڅ شوي و.
له درې ورځو سختو نښتو وروسته وسله وال طالبان په شا و تمبول شول او اوسمهال جګړه پای ته رسېدلې.
د طالبانو همدې ډلې تېره ورځ( د وري په ۲۶مه) د جرم ولسوالۍ په یومل سیمه ډله ییز برید وکړ.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، افغان امنیتي ځواکونو طالبان له سیمې په شا کړي دي.
هغه وايي، اوس مهال د یومل سیمه د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ حایل ګرځیدلې، چې هیڅ کومه ډله پرې واک نه لري.
خاور زیاته کړه، په دې نښته کې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان او دوو سرتيري په ګډون څلور طالبان هم وژل شوي دي.
یومل د جرم او وردوج ولسوالیو ترمنځ پرته سیمه ده .
د اردو عملیاتي قومندان افضل امان په دې ولایت کې د لویو نظامي عملیاتو له پېلېدو خبر ورکوي.
خو ده د عملياتو د کره نېټې په اړه څه نه دي ويلي.





