ملي اردو د کابل ـ غزني او کابل ـ ګردېز د لویو لارو امنيت ساتي

د لوګر امنيتي چارواکي وايي، چې د افغانستان، کابل ـ غزني او کابل ګردیز ولايتونو په لويو لارو کې يې په سلګونه د ملي اردو سرتېري ځای پر ځای کړي او په دغه سره به د يادو ولايتونو لويو لارو د ناامنيو له پېښو خوندي وي.

د لوګر او میدان وردګو د څلورمې پلي لوا قوماندان برید جنرال عبدالرازق "ساپي"  نن پنجشنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۱۴)  په لوګر کې خبریالانو ته وویل، د کابل ـ غزني او کابل ـ ګردیز د لویو لارو امنیت خوندې کولو په موخه یې سلګونه د ملي اردو سرتيري ځای پرځای کړي دي.

ساپي وایي، په دغو لویو لارو کې وړاندې وسله والو مخالفینو د ملکې وګړو او دولتې کارکوونکو پرموټر بریدونه ماین چاودنې او غلاوې ترسره کولې، چې اوسمهال یې په دغو لارو کې د سلګونو سرتېرو د ګومارنې په واسطه مخه نیول شوې.

دی وايي، چې عام وګړي باید د ملي اردو سرتېرو سره مرسته وکړي.

د لوګر او میدان وردګو ولایت اوسیدونکي او د لويې لارې مسافر هم خوښ دي، چې د کابل ـ غزنی او کابل ـ ګردیز د لویو لارو امنیت تر پخوا ښه شوي دي.

د لوګر اوسیدونکي وایي، وړاندې تردې د کابل ـ ګردیز پر لویه لاره دامنيتي ځواکونو د نه همغږۍ له امله هره ورځ پر دولتي او نادولتي موټرو بریدونه او ماین چاودني ترسره کیدې، چې تر ډیره اوس دغه خلا ملي اردو ځواکونو ډکه کړې.

د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي سلام وطندار ته وویل: اوس هم د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې مخالفین لویې لارې تړلي او له موټرو څخه دولتي کسان ښکته کوي.

دوی له دولته غواړي، چې دکابل غزني لوي لاري دامنیت خوندیتوب لپاره په سالارو سیمه کې دایمي امنیتي پوستې او د تلاشي ځایونه جوړ کړي.

دوې میاشتې وړاندې هم د کابل ـ غزني پر لویه لاره د سیداباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې مخ پټو وسله والو پر ملکي موټرو ډزې وکړې، چې ۱۳ کسان یې ووژل او دوه نور یې ټپيان کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام