
د پکتیا مرکز ګردېز کې د اهلتشیع په جامع جومات باندې د ځامرګو بریدونو په پایله کې د وژل شویو کسانو د دفنولو په موخه سلګونو کسانو ګډون وکړ. په ډلهییز ډول له جنازې وروسته د مړیو جسدونه د قبرونو په لوري انتقال شول.
خلک په سره لمر کې په نمجنو سترګو د ۳۴ وژل شويو کسانو لهپاره په یو کتار د قبرونو په کیندلو بوخت دي. ځېنې د هدیرې له شاوخوا راتاو دي او ځېنې په حسرت سره د مړیو په شمار سترګې ګرځوي.
وژل شویو کسانو کورنۍ یو بل ته ګوري او دا حالت لکه د حشر میدان هر څوک پهخپل غم ژاړي. دوی د اسرې لهپاره افغان امنیتي ځواکونو ته سترګې ور اړوي او ګیلهمن دي چې ولې د دوی په خوندیتابه کې پاتې راغلي دي.
د قربانیانو د کورنۍ غړی شېرین ګردېزی وايي، امنیتي ځواکونو ویلي چې دوی له دې بریده خبر وو؛ خو په مخنیوي کې یې پاتې راغلل. ښاغلی ګردېزی د پېښې ټوله پړه په امنیتي ځواکونو اچوي او په ټینګار سره وایي چې ولې د دې پېښې مخه ونه نیول شوه.
پرون ماسپښينمهال د ګردېز د دو سرکې ترڅنګ د اهلتشیع په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال دوو ځانمرګو بریدګرو لومړی په لمونځکوونکیو ډزې وکړې او بيا یې ځانونو ته چاودنې ورکړې.
دا جومات لوړې منارې لري او د خټينو کورونو په منځ کې جوړ شویدی.
په جومات کې د ښاروالي ګومارل شوي کسان د شیشو په راټولولو او له دېوالونو نه د انسانانو د وینو په پاکولو لګیا دي.

د پېښې عيني شاهدانو سيدحسن او سيدلطيف وايي، ځانمرګي بریدګر په چادریو کې راغلل او سملاسي یې د جومات په ساتونکیو ډزې وکړې او دواړه یې ووژل. د دوی په وینا، د هغو له وژلو وروسته یې په نورو کسانو ډزې شروع کړې چې دوی له سیمې په وتلو بریالي شول.
د دوی په خبره، له څوو شېبو وروسته په جومات کې دوې غټې چاودنې وشوې، ممکن دواړو ځانونو ته چاودنې ورکړې وي.
د پکتيا امنيتي چارواکي بیا دا ادعاوي ردوي چې ګوندې دوی له پېښې مخکې خبر وو.
د امنيې قوماندان ملپاسوال رازمحمد مندوزي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د اهلتشيع د جوماتونو د ساتنې لهپاره یې د اهلتشیع له ځوانانو ۱۲ کسان روزلي دي.
د ښاغلي مندوزي په وینا، په پروني ځانمرګي کې ۳۴ تنه وژل شوي او ۷۶ نور ټپيان دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني د دې جنایتکاره او اسلامضد عمل د سخت غندلو ترڅنګ وايي، د تروریستانو له لوري پر ملکي وګړیو او جوماتونو بریدونه ـ چې له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي – یو ځل بیا يې د دوی پلید ماهیت څرګند کړ.
ولسمشر غني څرګنده کړه د تروریستانو دا ډول جنایتکارانه اعمال زموږ د ولسونو ترمنځ مذهبي تفرقه نهشي ایجادولی، ځکه د افغانانو په منځ کې مذهبي وحدت او زغم د اسلامي هېوادونو په کچه بېساری دی چې دا وحدت او د نظرونو یووالی به تلپاتې وي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسوولیت نهدی منلی.
د معلوماتو لهمخې د ګردېز په مرکزي سيمو کې شاوخوا ۸۰۰ اهلتشيع کورنۍ مېشتې دي.
دوی پهدې سیمه کې دوه لوی جوماتونه او يوه تکيهخانه لري.





