د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس فرامرز تمنا وایي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا، په لویدیځ کې د منځني ختیځ او د سویلي اسیا د امنیتي سېسټمونو ترمنځ د سیالیو ډګر ګرځېدلی.
تمنا زياتوي، افغانستان د نړۍ او سيمې په کچه یواځېنې هېواد دی، چې په دغو درې واړو سېستمونو کې د یوه غړېتوب هم نه لري.
فرامرز تمنا نن دوشنبه (۲۰۱۵م زېږديز/ اپريل۱۳) کابل کې ( په افغانستان کې د سولې بهیر اوعامه افکارو سمون) ترنامه لاندې یوې ورځينې غونډې ته وویل، د منځنۍ اسیا امنیتي سیسټم، چې د انرژۍ له اړخه د روسیې تر نفوذ لاندې دی، دویم د افغانستان په لوېديځ کې د منځني ختیځ امنیتي سیسټم، چې د ایران او اسرایلو ترمنځ د تېلو او اسلامي مسایلو د سیالیو چورلیز دی او همدارنګه درېیم افغانستان په سویلي اسیا کې د هستوي سوداګریو له امله د پاکستان او هند ترمنځ د سیالیو په ډګر هم اوښتی.
نوموړی وايي، د يادو امنيتي سيسټمونو ترمنځ د اختلافاتو له وجې افغانستان نه شي کولای، چې د دغو سیسټمونو څخه يو وټاکي او یا يې غړيتوب ترلاسه کړي.
تمنا زياته کړه، چې په دې وروستیو کې د سیمې دوه نور امنیتي سیسټمونه د بشپړېدو په حال کې دي.
ده وویل، په دغو امنيتي سيسټمونو کې يې یو د چین او روسیې په مرسته د شانګهای امنیتي سیسټم، چې تراوسه لاهم پرامنیتي سیسټم نه دی اوښتی او دویم د ناټو امنیتي سیسټم دی، چې د سیمې سره جغرافيوي موقعیت نه لري.
دغه راز غونډې ته د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد وویل، چې د افغانانو، د ګاونډیو هېوادونو، سیمه ییزوهېوادونو او نړیوالې ټولنې ریښتنی ملاتړ د سولې بهیر بریالی کولای شي.
وقاد د سولې بهیر سره د ګاونډي پاکستان ملاتړ ته هیلمه من دی او وایي، چې افغانان هم باید ورباندې اعتماد وکړي.
ولسمشر اشرف غني چین، سعودي عربستان او پاکستان ته په خپلو سفرونوکې له هغه هېوادونو غوښتي، چې د افغان سولې بهیرڅخه ملاتړ او مرسته ورسره وکړي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې طالب چارواکي د افغان حکومت سره په قطر کې د سولې خبرې پېلوي، خو د سولې عالي شورا د دې خبرو د وخت او ځای په اړه څه ونه ویل.





