میدان‌وردګ؛ ځانمرګي ۲۰تنه وژلي او ۴۰ ټپیان دي

د لوګر او میدان‌وردګو د څلورمې پلي لوا قوماندان برید جنرال عبدالرازق ساپی وايي، برید د میدان‌وردګو ولایت «باغ‌زنانه» سیمه کې د ملي امنیت پر قطعې شوی چې ۲۰ تنه په‌کې وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

ښاغلي ساپي وویل، وسله‌والو لومړی له چاودېدونکیو توکیو ډک هاموی ټانګ څخه په ګټې اخېستلو د ملي امنیت اړوند قطعه په نښه کړې او وروسته ۴ نورو ترهګرو ـ چې غوښتل یې له کرولا ډوله موټر څخه په ګټې اخېستلو د دې قطعې ودانۍ ته ننوځي ـ د امنیتي ځواکونو له‌خوا له نښتې وروسته وژل شوي‌دي.

د لوګر او میدان‌وردګو د څلورمې پلي لوا قومندان زیاته کړه، د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې‌دي.

هاخوا د میدان‌وردګو ولایتي شورا غړی شریف‌الله هوتک هم ویلي، دغه برید کې تر ۵۰ پورې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او امکان شته چې د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو د پېښې مسوولیت دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام