له هوکړه‌لیک وروسته؛ په ۱۱ ولایتونو کې ۱۳۵ سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته په بادغیس، جوزجان، کندوز، بغلان، سرپل، فاریاب، هلمند، بدخشان، فراه، لوګر او پروان ولایتونو کې نښتو زور اخیستی دی.

بادغیس، جوزجان او کندوز بیا هغه ولایتونه دي چې طالبانو په‌کې د بریدونو او کمینونو له لارې افغان ځواکونو ته ډېره مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر سلام‌وطندار ته ویلي، طالبانو د سولې له هوکړه‌لیک وروسته د دغه ولایت پر ولسوالیو او جوزجان ـ بلخ پر لویې لارې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ۱۸ بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، د یادو نښتو پر مهال ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

بغلان، سرپل، فاریاب، هلمند، بدخشان، فراه، لوګر او پروان له بادغیس، جوزجان او کندوز وروسته هغه ولایتونه دي چې طالبانو په‌کې پر امینتي ځواکونو بریدونه کړي او مرګ‌ژوبله یې ورته اړولې ده.

په هلمند، فاریاب، لغمان، بدخشان او بادغیس کې محلي او امنیتي مسوولان وايي، د تېرو ۲۳ پر مهال افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې ترڅنګ، ۸۶ طالبان هم وژل شوي او ۴۶ نور یې ټپیان دي.

د هلمند د پولیسو ویاند محمدزمان همدرد سلام‌وطندار ته ویلي، طالبانو د سولې له هوکړه‌لیک وروسته د نهر سراج، ناوې، نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو پر امنیتي کمربندونو بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، په یادو نښتو کې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

په هرات، غزني او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترڅنګ، ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هرات، غزني او فاریاب ولایتونو د محلي او امنیتي مسوولانو په وینا، د یادو نښتو له کبله ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي او دغه راز ۲۹ مسافر د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.

نیمروز، میدان وردګ، نورستان، ننګرهار او کونړ بیا هغه ولایتونه دي چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته نسبي ارامه دي او داسې امنیتي پېښې چې مرګ‌ژوبله ولري، نه دي ثبت شوي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام