کابل کې ناامني او جنايي جرمونه زیات شوي

د جنايي جرمونو او وسله‌والو غلاوو ډېروالي د پلازمېنې د اوسېدونکیو اندېښنې را پارولې دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ناامنیو او جنایي جرمونو زیاتوالي له کبله خپلې چارې په سمه توګه نه شي ترسره کولی.

د دوی په خبره، د کابل ښار په ډېر شمېر سیمو کې د امنیتي حوزو امرین له وسله‌والو غلو سره اړیکې لري او هغوی د وسله‌والو او جنایي جرمونو له قضیو په بېلابېلو پلمو ځان تېر باسي.

د کابل ښار اوسېدونکي محمداحسان او عبدالتمیم وايي، د کابل ښار، عمومي سړکونه او کوڅې خوندي نه دي او غله په رڼا ورځ خلک شکوي او ان وژني یې هم.

د دوی په وینا، د کابل امنیتي مسوولان له غلو سره لاس لري؛ ځکه په وینا یې، غل چې له امنیتي ادارو سره لاس یو نه کړي، نه غلا کولی شي او نه هم څوک د پیسو یا ټیلیفون پر سر وژلی شي.

د پلازمېنې دغه اوسېدونکي زیاتوي، اړوندو ادارو تراوسه یوه قاتل، غله او مجرم ته سزا نه ده ورکړې او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې په ښار کې جنایي جرمونه زیاتېږي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم نن د وزیرانو شورا په غونډه کې له امنیتي ادارو وغوښتل چې د کابل د اوسېدونکیو اندېښنو ته جدي پام وکړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم ویلي چې امنیتي ادارې باید له جنايي جرمونو سره د مبارزې لپاره د مخنیوي پر پلانونو بیا کتنه وکړي.

بله‌خوا د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني نن د دې جرګې د کورني امنیت له کمېسیون نه غوښتي چې د کابل امنیې قوماندان او د امنیتي حوزو امرین د وروستیو ناامنیو په اړه یاد کمېسیون ته ور وغواړي.

خو د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز سلام‌وطندار ته وویل، په تېرو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۷۰ جنايي پېښې له دغې قومانداني سره ثبت شوي او په تړاو یې ۱۰۳ کسان هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه د افغان ـ امریکایي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل علي‌سینا چې ۲۲ کلن و، د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د غلو له لوري ووژل شو.

د دغه محصل مړینې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او کاروونکیو یې د «کابل امن نه دی» په نوم د کمپاین په پیل سره له امنیتي ځواکونو خپله ناخوښي څرګنده کړه.

اړوند مطالب:

کابل کې د عملیاتو پر مهال ۵ کسان وژل شوي

د کابل ککړې هوا د ۱۷ کسانو ژوند اخیستی

کابل کې ناپېژاندو وسله‌والو ۲ څارنوالان وژلي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام