
فاریاب کې د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان عبدالمنان قاطع وايي، له کله نه یې چې د دولت د وسلهوالو مخالفانو پر ضد وسله راخېستې؛ تراوسه يې د حکومت په ملاتړ ۱۰۰ کسان وژل شوي؛ خو حکومت نوموړي سره د پام وړ مرسته نهده کړې.
د ده په خبره، د دې ولایت د ناموس او ننګ د دفاع په پار یې په ۱۰۰ کسانو کې ۶ کاکاګان هم قرباني شويدي.
د فاریاب ولایتي شورا غړی صبغتالله سېلاب پر حکومت له کلکې نیوکې سره وايي، هغه قوماندانان چې د دې خاورې دفاع او بیرغ دفاع لهپاره د هیواد په تر ټولو لېرې سیمې او جګړې لومړۍ لیکه کې جګړه کوي؛ تل د حکومت له بېپامۍ سره مخ شويدي.

خو د فاریاب امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش سلام وطندار ته وویل چې د ولسي پاڅونوال د امنیتي ځواکونو مټ دی او حکومت فاریاب کې هره میاشت شاوخوا ۲۵۰۰ ولسي پاڅونوالو سره مرسته کوي.
په شمالي ولایتونو کې د ناامنیو له زیاتېدلو سره د هېواد په شمال کې د ولسي پاڅونوالو رامنځته کول له طالبانو سره په جګړه کې اغېزمن وو؛ خو پر دغو ځواکونو نیوکې هم ډېرې دي. ولسي پاڅونوال څو ځلې د ملکیانو پر وژنې، ځورونې، ناقانونه پیسو اخېستلو او نشهيې توکیو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن شويدي.





