
خان ولي عادل هغه څوک دی، چې د تاوتریخوالي اندازه یې ان د هډوکو له دردونو نه محسوس کړی دی. په ځلونو، ځلونو د پلار او وروڼو له خوا د مرګ تر حده وهل شوی. ډېر ځلې یې خورګانې د وهلو او ټکولو په حالت کې لیدلي، خو د بې وسۍ له امله یې د مخنیوي له پاره هېڅ نه دي کړي. عادل هغه زوی دی، چې د نورو وختونو په پرتله اوس د پلارسالارۍ له نظام سره ښه بلد دی.
پلار په خپلو سنتي باورونو کې راګیر دی او د ده مور له کور او کورنۍ نه بهر نه پرېږدي. د هغه په نظر، ښځه باید یوازې کارونه وکړي او زده کړې خو ورته بېخي ناممکنه او مردودې ګڼي.
په داسې حال کې، چې عادل په یو همداسې چاپېریال کې رالوی شوی، خو دغه ډول باورونو پرې اغېز نه دی کړی، بلکې د هغو د نه منلو تر څنګ یې ورسره مخالفت کړی دی. هغه وايي، ښځه یوه انسانه ده، باید زده کړې وکړي او له خپلو انساني حقوقو نه برخمنه شي؛ خو عادل دا باورونه نه خوښوي، ځکه خو د خپل پلار او کورنۍ د اطاعت له پاره ستر زیان وویني.
خان ولي عادل، چې کورنۍ یې پرېښې؛ وايي، سرله دې، چې له خپلې کورنۍ، مور، پلار او وروڼو سره ډېره مینه لري، خو نه شي کولی، چې پر خویندو کېدونکی ظلم وزغمي. خان ولي زیاتوي، له دې مخکې یې د نه خوړ اعتصاب کړی و او د شاوخوا یوې اونۍ له پاره یې په پکتیا ولایت کې د تحصن خېمه وهلې وه، خو کومه پایله یې ورنه کړه.
خان ولي وايي، چې ښځې هم د زده کړې حق لري او غوښتل مې د خویندو د زده کړو له پاره کورنۍ ښوونکی ونیسم؛ خو پلار مې په کور کې د کتاب له موجودیت سره ستونزه لرله.

د پلار له ظلمه یوازې وروڼه او خویندې نه، بلکې مور مې هم د غذاب په اور کې کړې ده.
پلار او وروڼه مې د خلکو ځمکې غصبوي او خلکو ته زورځواکي ورښکاره کوي او لا هم دغه ظلم روان دی.
خان ولي عادل همداراز وايي، چې دوه وروڼه یې د کاکا زامنو وژلي دي او اوس د دوی کورنۍ غواړي، له هغوی انتقام واخلي.
عادل د خپلې کورنۍ د دې پرېکړې پلوی نه دی. دی نه غواړي، چې وینه په وینې ومنځل شي.
دی په دې باور دی، په هغه کور کې چې ظلم او چور په کې واکمن وي؛ د ده له پاره په کې ځای نه شته.
خان ولي وايي، څو ځلې مې وغوښتل، دغه موضوع له قانوني لارې حل کړم او د دې کار له پاره امنیې قوماندانۍ او څارونوالۍ ته اطلاع ورکړه او ان دا، چې سپین ږیري مې په جریان کې کړل؛ خو هېڅ پایله یې نه لرله.
خان ولي عادل په خپل کور کې له دغه روان حالت نه ناهیلې کېږي، خپله کورنۍ پرېږدي. دی احساسوي، له هغو کسانو سره نه شي اوسېدلی، چې بې له ظلم او زورواکۍ پرته بل څه نه پېژني.





