کارپوهان: د غني ډيرې خبرې د افغانستان له واقعيتونو لرې وې

افغان ولسمشر اشرف غني د امریکا کانګرس غړو ته په خپله وینا کې وویل، چې د ښې حکومتوالۍ رامنځته کول، له تېښتې لرې چاپېریال، د تېرو ۱۳ کالنو لاسته راوړنو ساتنه، د سولې ټينګښت او له فساد سره مبارزه یې د کار په لومړیتوبونو کې ځای لري.

غني د افغان ښځو د زده کړو په اړه وویل، چې په ۲۰۰۱ م زیږدیز کال هیڅ کومه نجلۍ ښوونځي ته نه تله اوس مهال ویلای شو، چې په افغانستان کې په ۳ ميليونه نجونې ښوونځيو ته ځي.

ولسمشر غني زياته کړه، چې له ډاکټر عبدالله سره په ګډه د فساد ورکولو پرضد یو پراخ کمپاین يې چمتوکړی، چې په حکومتي چارو کې رڼښت زیات او د قانون له واکمنۍ څخه په ټېنګه ملاتړ و شي.

نوموړی وایي، د ملي یووالي حکومت ژمن دی، چې اسلام د سولې دین دی او موږ به په نړېواله سیمه ییزه او ملي کچه د بنسټپالنې ځواب ووایو.

د افغانستان جمهور رییس د خپلې وینا پرمهال په افغانستان کې د بشري حقونو د کمېسیون څخه د ملاتړ ترڅنګ په عدلي او قضایي بنسټونو کې د اصلاحاتو ژمنې هم وکړې.

ده زیاته کړه، چې د افغانستان پر خپل ځان متکي د پرمختللي اقتصاد په زمانه کې د نارینه و او ښځو ګډ کار سره تړلی دی.

همدارنګه د افغانستان ولسمشر وویل، چې لمړنۍ روغتیايي څارنې او بنسټيزې زده کړې به د ټولو افغان نجونو له پاره برابرې او له ښځو سره په چلند کې فکري او فرهنګي بدلون رامنځته شي.

په همدې اړه د چارو ځينې شنونکي بیا وایې، چې که اوسنی حکومت د فساد مخنیوی او د مافیا لمن ورټوله نه کړي او حکومت یې په اړه ټينګ هوډ ونه لري نو ښايي د کابل ــ واشنګټن ترمنځ اړیکو کې د پڅوالي سربېره کېدونکې مرستې به پرځای ونه لګیږي.

سیاسي کارپوه محمد اسحاق اتمر د ولسمشر اشرف غني وینا ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي، چې د جمهور رییس غني ویناوې خوښوونکې او له افغاني واقعیتونو لرې دي.

اتمر وایې، مونږ باید نړېوالوته په دې کچه څرګندونې ونه کړو، چې په عملي کېدو کې یې پاتې راشو.

په ورته وخت کې پوځي کارپوه جنرال غلام حسین هزاره بیا وایې، چې  نوی حکومت باید د پخواني حکومت له کارونو پند او د تجربو يې ګټه واخلي.

هزاره سلام وطندارته وویل، چې امریکا دې هم له ولسمشر اشرف غني ریښتنی ملاتړ وکړي، څو د کابل ــ واشنګټن اړیکو ټينګوالي سربېره د دوی کېدونکې مرستې پرځای ولګیږي.

د چاروکتونکي وایې، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي پر وخت امریکا له افغانستان سره شاوخوا ۱۰۷ ملیارده ډالره مرستې وکړې، چې پرځای ونه لګېدې.

ولسمشر اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته يې دا لومړی ځل دی، چې امریکا ته سفرکوي.

په دې اړه ځينو نړېوالو رسنيو خورا زياتې بېلابېلې تبصرې کړي.

د دوی په تبصرو کې دا هم ويل شوي، چې داسې ښکاري امريکايانو اوس خپل ځان لپاره نوی ستراتيژيک ملګری پېدا کړ او د پخواني ولسمشر کرزي په پرتله به ورسره ښې اړيکې ټينګې کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام