د هرات د پولیسو ۴۶ مسوولان له دندو ګوښه شول

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین عبدالصبور قانع چې له څو ورځو راهیسې د هرات د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره یاد ولایت ته تللی، خپلې موندنې یې له رسنیو سره شریکې کړې.

نوموړي وویل، د ده او د ټیم د ارزونو په لومړي پړاو کې یې د هرات ولایت د امنیې قومانداني د امنیت آمر او د درېوو امنیتي حوزو د آمرانو په ګډون یې د امنیې قومانداني ۴۶ مسوولان له دندو ګوښه کړي دي.

د هغه په وینا، د هرات د امنیې قومانداني د کشف یوشمېر مدیران او آمران هم له دندو ګوښه شوي دي. عبدالصبور قانع د یادو کسانو د لرې کېدو لامل وظیفوي بې‌پروايي او په فساد کې لاس لرل یاد کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین وايي چې د یادو کسانو د لرې کېدو ترڅنګ یې د پولیسو ۱۲ چارواکي او مسوولان د ښه کار له کبله ستایلي هم دي.

د هغه په وینا، د هرات په پوځ او ملي امنیت برخه کې هم د ده او ورسره د مل ټیم ارزونې روانې دي او ښايي د دغه ولایت یوشمېر نور امنیتي چارواکي هم له دندو ګوښه شي.

نوموړي ویلي چې د ښار د نظم کنټرول، د تښتونو د پېښو مخنیوي، غلاوو، وژنو او نورو جرمي پېښو د مخنیوي لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده. قانع زیاته کړه، دغه پروګرام ښايي په لنډمهال کې کوم بدلون را نه ولي، خو په اوږدمهال کې به د هرات امنیتي وضعیت سم شي.

د هرات والي سیدوحید قتالي هم وویل چې د دغه ولایت په امنیتي ځواکونو کې اصلاحات دوام لري او که هر چا په خپل کار کې بې‌غوري وکړه، له دندې به ګوښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات اوسېدونکي په دغه ښار کې د ناامنیو له ډېروالي سر ټکوي او د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو پر چلن نیوکې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام