
په کندهار کې د پرېسکلب، نی او پهدې ولایت کې د خبریالانو د دفاع کېمټې مسوولانو د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، د عبدالمنان قاتلان دې ونیول شي؛ ګنې هېڅ خبر نه خپروي.
کندهارمېشتو خبریالانو هم دا خبره تاییده کړه او له دواړو لورو يې وغوښتل چې د وژل شوي خبریال عبدالمنان ارغند قاتلان د قانون منګولو ته وسپاري.
په کندهار کې د پرېسکلب مسوول جاوید احمد تنویر په مطبوعاتي غونډې کې دا پېښه له زغمه لېرې د خبریالانو لهپاره یوه لویه ضایع وبلله.
د ده په خبره، خبریالان د ټولنې د خبرتیا لهپاره هڅه کوي او هېڅوک حق نهلري چي خبریالانو ته ازار ورسوي.
په کندهار کې د نی یا د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې مسوول عبدالسمیع غیرتمل وویل، د داسې پېښو په مخنیوي کې باید ټولې غاړې د ولس سره یوځای ساتني ته ملا وتړي.
ده همدارانګه وویل، ارغند ولسي خبریال و او د همدې ولس لهپاره يې وینه قربان کړه.
په کندهارکي د خبریالانو د دفاع کمېټې مسوول احمد لودین بیا وویل، له همدې شېبې وروسته د هېڅ غاړې خبر نه خپروي.
ده دا پرېکړه د ټولو کندهارمېشتو خبریالانو او د مطبوعاتي بنسټونو سره په یوه غږ بدرګه کړه او زیاته یې کړه، دا پرېکړه به تر هغه وخته دوام وکړي چې د ارغند قاتلان د قانون منګولو ته نه وي سپارل شوي.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس فضلباري بریالي هم په مطبوعاتي کنفرانس کې د خبریالانو د پرېکړې هرکلی وکړ او زیاته يې کړه، پهدې اړه به له کندهاروالي، امنیه قوماندان او نورو چارواکیو سره ضرور وغږېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسمشر محمداشرف غني له خولې پهدې پېښه خواشینې د څرګندولو ترڅنګ ویلي، تروریستان چې د خپلو جنایتونو د پټولو، د بیان ازادۍ د لهمنځه وړلو او د وحشت فضا رامنځتهکولو په موخه عام وګړي او د رسنیو کارکوونکي په نښه کوي؛ هېڅ وخت به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.
ښاغلي ولسمشر غني اړوندو مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د دغه ترهګریز برید په هر اړخیزه توګه وارزوي او عاملان يې د قانون منګولو ته وسپاري.
عبدالمنان ارغند نږدې دېرش کاله مخکې د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د «سنځري» په کلي کې زېږېدلی و.
ارغند په کندهار ښار کې ظاهر شاهي لېسه لوستې او په وروستیو کې يې په یو شخصي پوهنتون کې د حقوق پوهنځي د لومړي کال زدهکړیال و.
عبدالمنان ارغند له تېرو ۸ کالو راهیسې په کندهار کې له بېلابېلو محلي، ملي او نړۍوالو رسنیو سره د خبریالۍ په دنده بوخت و.
ارغند نن سهار له خپل کوره پوهنتون ته پر لار د کندهارښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمې کې د «یارانه مارکېټ» په سیمه کې غلچکي بریدګرو ووژلو.
له نوموړي څخه ۳ اولادونه او یوه مېرمن پاتې شوه.
تر اوسه د ده د وژني مسوولیت په اړه کومې ډلې یا چا څه نهدي ویلي.





