
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې تاوتریخوالی کم او د سولې لپاره یوه سیاسي حللاره پیدا شي.
مېلر نن پر ټویټر باندې یوه خپاره شوي ویډیويي پیغام کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د ۱۰۱مې کلیزې مبارکي ویلې او زیاته کړې ده چې ناټو د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړه ده.
سکاټ مېلر ویلي: «موږ ستاسو د امنیتي ځواکونو شا ته ولاړ یوو؛ ځکه هغوی په افغانستان کې سوله تضمینوي. اوس د تاوتریخوالي کموالي او د سولې لپاره د یوې سیاسي لارې موندلو وخت دی.»
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو هم د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د ۱۰۱مې کلیزې مبارکې ویلې او د امنیت په ټینګښت کې یې د امنیتي ځواکونو رول ستایلی دی.
نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي: «موږ په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د جمهوریت ساتنې په برخه کې زړور افغان ځواکونه ستایو.»
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازي رولان کوبیا هم د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې پر کابل ښار راکېټي بریدونه غندلي دي.
کوبیا وايي: «دا ډول بریدونه نه شي کولای چې د سولې لپاره ستاسو د هڅو مخه ونیسي.»
نن سهار د خپلواکۍ ورځې د ۱۰۱مې کلیزې د نمانځلو پر مهال، کابل ښار د ۱۴ راکېټي بریدونو شاهد و.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې یاد راکېټونه په لومړۍ، دویمه، لسمه، نهمه او شپاړسمه حوزه کې د خلکو پر کورونو لګېدلي چې له کبله یې د ۴ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون، ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
د سیمې او نړۍ یوشمېر هېوادونو هم د پیغامونو په لېږلو سره د افغانستان د خپلواکې ورځې د ۱۰۱مې کلیزې مبارکي ویلې ده.
د یادونې ده چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د تېر په څېر سږ کال هم د کابل په ګډون، په بېلابېلو ولایتونو کې د غونډو، جشنونو او اتڼونو په جوړولو او ولولو سره ونمانځل شوه.





