د بلخ عدلیې ریاست: قانون ماتوونکي دولتي کسان دي

د بلخ ولایت د عدليې او قضايي بنسټونو چارواکي وايي، چې په زیاتو برخو کې قانون د امنیتي ځواکونو او زورواکو له لوري تر پښتو لاندې شوی دی.

هغه شمېر کسان چې د اساسي قانونو د اونۍ په مناسبت را ټول شوي وو، له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د هغو دولتي کسانو او زورواکو مخه دې ونیسي، چې اساسي قانون یې نقض کړی دی.

د بلخ ولایت د عدلیې رییس جعفر مصباح وايي، چې زورواکي او دولتي چارواکي د خپل قدرت نه په استفادې قانون په خپله غوښتنه تعبیروي.

مصباح زیاته کړه، چې قانون د زیاتو کسانو له خوا مات شوی دی، خو د ځېنې د لایلو له مخې نشي کولی، چې نمونه یې ښکاره کړي.

د دغه ولایت د عدلیې رییس وویل، د هغو کسانو نوملړ چې د خپل زور څخه په استفادې قانون تر پښو لاندې کړی دی موجود دی، خو افشا کول یې د دغه ریاست په صلاحیت کې نه دي.

له بل لوري د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات وايي، چې په زیاتو برخو کې قانون ماتوونکي نیول شوي دي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ور پېژندلي دي.

د زورواکو له خوا د قانون ماتول هغه ستونزه ده، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د اوسني حکومت په موجودیت کې هم د جنجالونو ټکی دی.

سره له دې چې نړیوالو او ملي بنسټونو د قانون له ماتوونکو سره مبارزه کړې ده، خو تر دې دمه پورې دغه ستونزه په پوره ډول حل شوې نه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام