طالبان: افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وځنډول شي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د وسله والو طالبانو مشرانو غوښتي، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو لړۍ ودروي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله وايي، چې د همدې غوښتنې پر اساس د جولایي د ۳۱ مذاکرات و ځنډول شول.

پاکستان د دې خبرو د ځنډولو علت د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې د خبر له خپرېدلو وروسته اوسنی وضعیت په ګوته کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا چاره د وسله والو طالبانو په غوښتنه کوي.

همدا ډول پاکستان وايي، چې دوی غواړي طالبان د سولې له پروسې سره تړلي پاتې شي او د افغان سولې خبرې مخ ته لاړې شي.

یوه میاشت وړاندې یو افغان پلاوي او د طالبانو استازو د پاکستان د اسلام اباد په مري کې د لومړي ځل لپاره مذاکرات پیل کړل او پرېکړه شوې وه، چې دویمه ناسته به د جولايي په ۳۱ نېټه وشي.

افغان پلاوي په کابل کې ويلي وو، چې په دویمه ناسته کې به د اوربند په اړه خبرې کېږي او هیله یې ښودلې وه، چې یوې ښې پایلې ته به ورسېږي.

تر اوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ د ملا عمر د مړينې د پخلي په خبرو کې یې دا غوښتنه هم کړې وه، چې د طالبانو نور مشران دې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او له اوسنيو شرایطو دې ګټه واخلي.

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا محمد عمر د مړینې خبر تایید کړ.

په خبر پاڼه کې راغلي: "د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او د ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ اعلانوي چې داسلامي امارت مؤسس او زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او له دې فاني جهان څخه یي د ابدي نړۍ په خوا سفر وکړ."

طالبانو د ملا عمر ځای ناستي په توګه ملا اختر منصور وټاکه

د طالبانو له لورې د سولې د خبرو د درېدو غوښتنه په داسې حال کې کيږي، چې تازه راپورونه وايي، تېره شپه د طالبانو په يوې بیړنۍ ناسته کې د ملا عمر ځای ناستی هم وټاکل شو.

طالبانو ته نېږدې سرچينې خبر ورکوي، چې د چهار شنبې په شپه وسله والو طالبانو په خپلې بېړنۍ ناسته کې د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور نوم غوره کړ او سراج الدين حقاني او هیبت الله اخوندزاده یې د لومړي او دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.

مشهور خبریال او د طالبانو د مسایلو څېړونکي رحیم الله یوسفزي رسنيو ته ویلي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې طالبانو د ملا عمر ځای ناستی او مرستیالان وټاکل.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د واکمنۍ پر مهال وزیر و، سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشري په غاړه لري او هیبت الله اخوندزاده د طالبانو د امارت پر مهال د قاضي القضات په توګه دنده ترسره کړې ده.

تېره اونۍ یوې حکومتي سرچينې سلام وطندار ته د نوم نه اخیستلو په شرط ويلي وو، چې په دویمه ناسته کې به د طالب استازو مشري ملا اختر محمد منصور کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام