وسله والو طالبانو د کابل ـ بامیانو لویه لاره تړلې ده

د بامیان او غزني ولايتونو څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې وسله والو طالبانو نن سهار د کابل ـ غزني او کابل ـ بامیانو د لویو لارو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي.

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د طالبانو دغه بريدونه يې په شا تمبولي او اوسمهال  په سیمه کې د وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات پېل شوي.

د ياد ولایت د والي ویاند عطاالله خوږياڼي سلام وطندار ته وویل، چې نن پنجشنبه (اکټوبر۱۵مه) سهار مهال سلګونو وسله والو د کابل ـ غزني او کابل ـ بامیانو لويو لارو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي او د سپرليو ځينې موټرونه يې هم تالاشي کړي دي

د هغه په خبره وسله وال طالبان د افغان ځواکونو له ځوابي بريدونو سره مخ شوي او اوس هم نښته روانه ده.

خوږياڼي زياتوي، چې د نښتې په ترڅ کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د کابل ـ غزني لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه، خو د کابل ـ بامیانو لویه لاره لاهم د مسافرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. 

هغه وایي، اوسمهال په سیمه کې د وسله  والو طالبانو  پر وړاندې پوځي عملیات روان دي او ډير ژر به د کابل ـ بامیانو لویه لار هم پرانیستل شي.

د جلریز ولسوالۍ یوه اوسیدونکي حاجي شاپور سلام وطندار ته وویل، له نن سهار راهیسې د کابل ـ بامیانو لویه لاره وسله والو طالبانو د مسافرو او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ پرمخ تړلې او په سیمه کې نښته روانه ده.

خو د میدان وردګو د ولایتي شورا یوه غړي شریف الله بیا وايي، چې د کابل ـ غزني او کابل ـ بامیانو  پرلویو لارو له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والو مخالفینو مسافرو  ته د تګ راتګ پرمهال ډيرې ستونزې راپورته کړي.

هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې ددغو لویو لارو د امنیت خوندیتوب ته پوره پام وکړي.

یاده دې وي، چې په دې اړه تر اوسه د وسله والو طالبانو له لوري څه نه دي ویل شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام