
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړهلیک له لاسلیک وروسته د ترهګریزو بریدونو په زیاتولو سره خپلې ژمنې نقض کړې دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲۳ ملکیان وژل شوي او ۱ زر ۱۴۴ نور ژوبل شوي دي.
طارق ارین زیاتوي، دغه ملکي وګړي په ځان وژونکو بریدونو، ماین چاودنو او وسلهوالو بریدونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د هغه په وینا، طالبانو په شپږو میاشتو کې ۱۴ ولایتونو کې پر څه باندې ۱۱۰ بنسټیزو پروژو او عامه تاسیساتو ورانکاره بریدونه کړي چې له کبله یې ۴۰ ښوونځي، ۴۰ پلونه او پلچکونه، د برښنا ۱۵ پایې، ۴ روغتونونه، څو جوماتونه او ځینې نور عامه تاسیسات وران شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، له هغه وروسته چې د ولسمشر په امر امنیتي ځواکونه له فعاله دفاعي حالت نه بریدیز حالت ته ور ګرځېدلي، امنیتي ځواکونو د وسلهوالو پر وړاندې ګڼ هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو یوازې په روژې میاشت کې د تاوتریخوالي په دوام په ۳۰ ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۶ ولسي وګړي وژلي او ۴۳۰ نور یې ژوبل کړي دي.





