د ملي دفاع وزارت له لوري په لوګر او میدان وردګو ولايتونو کې د ګومارل شويو سرتېرو مشر وايي، چې د روژې مبارکې میاشتې له امله به د دغې میاشتې تر وروستۍ ورځ پورې په یادو ولايتونو کې له چاڼيزو عملياتو ډډه وکړي.
د لوګر او میدان وردګو پورې اړوند د څلورمې پلې لوا قواندان برید جنرال عبدالرازق ساپي د شنبې په ورځ (د جونه په ۲۷مه) لوګر کې خبریالانو ته وویل، د تېرو دوو ورځو راهیسې په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې د روژې مبارکې میاشتي د فضلیت او برکت له امله خپل تصفیوي عملیات درولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه کار يې د میدان وردکو او لوګر ولایتونو چارواکو او د عامو خلکو په غوښتنه کړی، ځکه چې په وينا يې ښايي په چاڼيزو پوځي عملياتو کې یو شمېر ملکي وګړي زیانمن شي.
د ملي اردو دغه چارواکي له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د روژې مبارکې میاشتې په موخه له وسله والې نښتې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یوځای شي.
د لوګر او میدان وردګو ولايتونو د ولايتي شورا غړي او ولسي وګړي هم د ملي اردو له دغه اقدامه خوخښ دي.
د لوگر د ولايتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي وویل، چې طالبان هم باید د افغان ځواکونو په شان د روژې مبارکې میاشتې ته احترام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات د لسګونو وسله والو په وژلو او نیولو پای ته ورسېدل.
لوګر او میدان وردګ د افغانستان یو له هغو ولايتونو بلل کيږي، چې زيات وسله وال طالبان په کې فعال دي او پر ملي اردو سرتېرو او د دوی پر اکمالاتي کاروانونو وسله وال ډله ییز بریدونه هم په همدغو ولايتونو کې ترسره کېږي.





