
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر په یوې خبرپاڼې کې وايي، په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې چې د سهشنبې شپه وشو، ۲۳ ملکیان وژل شوي دي.
خبرپاڼه لیکي چې د دغه برید په قربانیانو کې ۲ ماشومان او ۸ ښځې هم شاملې دي.
د یوناما د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات د افغان امنیتي او نړېوالو ځواکونو له لوري په ګډه پیل شوي، خو برید بهرنیو ځواکونو کړی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، له دغه برید سره هممهاله د هلمند په نادعلي ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ هم نښته شوې چې چاودنې هم پهکې شوې دي.
بلخوا امریکايي ځواکونو که څه هم منلې چې یاد برید دوی کړی، خو ویلي یې دي چې د ملکیانو مرګژوبلې په اړه څېړنې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سږکال په لومړیو ۹ میاشتو کې د هوايي بریدونو مرګژوبله د تېر هغه په پرتله ډېره شوې ده.





