
د کابل امبولانس مسوولان وايي، چې دا پېښه نن سهار د کابل ښار د سرسبزي څلور لارې او تایمني په منځ کې داسې مهال رامنځته شوې، چې یو شمېر کارکوونکي د دېوال پر بیارغونې بوخت وو.
د کابل امبولانس رییس محمد عالم عاصم سلام وطندار ته وویل، چې د دوی د لومړنیو شمېرو پر بنسټ ۱۰ تنه د دېوال لاندې شوي وو، چې ۵ هغه د دوی له خوا او ۵ يې د سرې میاشتې له لوري د راغورځېدلو موادو نه بېرون راوویستل شول. د ده په خبره، د دوی له ډلې ۴ تنه کارکوونکي وژل شوي دي.
عاصم وايي، هغه دېوال چې پر کارکوونکیو راغورځېدلی، په کابل کې د سرې میاشتې بنسټ پورې اړه لري. خو د دې بنسټ مسوولانو رسنیو سره له خبرو کولو ډده وکړه.
د پېښې عیني شاهدانو سلام وطندار ته وویل، چې د پېښې پر وخت ۷ تنه په کار بوخت و، چې له ډلې یې ۵ تنه مړه شول، یو یې ټپي شو او امکان لري، چې بل یې د خاورو او راغورځېدلو توکیو لاندې پاتې شوی وي.





