فیلډمن: د امريکا مرستې به د افغان حکومت د مشرانو يووالي پورې تړلې وي

د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړی استازی ډانيل فيلډمن وايي، چې د متحده ایالاتو مرستې به د ملي وحدت حکومت د مشرانو د يووالي پورې مشروطې وي.

نوموړي د افغانستان اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ليدنې پر مهال زياته کړه، چې امريکا به د ملي وحدت حکومت سره خپلو اوږدمهالو مرستو ته دوام ورکوي.

همدارنګه د افغانستان اجرايوي ریاست هم په دې اړه خبرپاڼه استولې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړی استازی او ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد، سیمې، افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو خبرې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي ډانیل فیلډمن وویل، چې سپينه ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني او اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي یووالي له حکومت نه خپل اوږدمهاله ملاتړ ته ژمنه ده.

دغه استازي زياته کړې، د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی او په کار ده، چې له دې فرصت نه ګټه واخیستل شي.

عبدالله له افغانستان سره د امریکا له اوږدمهالو مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د پخوا په پرتله دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې او غښتلي شوې دي.

فيلډمن زیاته کړه په کار ده، چې د افغانستان د کورنیو مسایلو په اړه  افغان حکومت دواړه مشران په ګډه پرېکړې وکړي او کورني مسایل باید په کورنۍ کچه حل شي.

یاده دې وي، چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو له پاره د امريکا ځانګړی استازی په يوه کاري سفر کابل ته راغلی؛ د راپورونو پر بنسټ له دې وړاندې يې د ولسمشر اشرف غني سره هم ليدلي دي او په پام کې ده، چې له کابل څخه وروسته پاکستان او بیا هند ته سفر وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام