په هرات ولایت کې د هند کنسول ګرۍ اعلان کړی، چې د سلما بند د اوبو ذخیره کول له پاره یې د بند دروازې پرانیستلې.
د هند کنسول ګرۍ په یوې خبر پاڼه کې لیکلي دي، چې نن د (جولای په ۲۶مه) یې د سلما بند د اوبو ذخیره کولو له پاره د بند دروازې وتړلې.
په دې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې د سلما بند د اوبو مخزن ۲۰ کیلو متره اوږدوالی او ۳،۷ کیلو متره سور لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوبو مخزن د ۶۴۰ میلیونه متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري او د مخزن د ډکولو له پاره به له ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت ونیسي.
د یادې کنسول ګرۍ پر وینا، دغه بند د هرات ولایت چشت ولسوالۍ د هریرود په سیند د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا تولید له پاره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
دوی زیاته کړې ده، چې دغه بند د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او ۸۰۰۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.
په ورته وخت کې د هرات والي مرستیال اصیل الدین جامي سلام وطندار ته وویل، چې سلما بند ته د اوبو ذخیره کولو چارې نن رسماً پېل شوې.
نوموړي وویل، پام کې ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دغې لویې پروژې د پرانیستې چار رسماً پيل شي.
جامي زیاته کړه، چې خلک دې په نږدې ورځو کې د برېښنا د تولید تمه نه کوي.
هغه وايي، چې په بند کې اوبو ذخیره کولو چارې یې ۶ تر ۷ میاشتو پورې وخت ته اړتیا لري.
د هرات ولایت د والي مرستیال زیاته کړه، چې د سلما بند د پروژې له برکته به سلګونو کسانو د بوختیا سبب شي.
د دغه بند جوړول د هند یو له مهمو پروژو نه ده، چې په افغانستان کې یې تر سره کړي دي.
د سلما بند چارې څو ځلې د لوژیستیکي او امنیتي ستونزو له امله یې چارې و درول شوې، د دې ټولو سره سره تمه کیږي، چې تر ۲۰۱۶ م ز کال پورې د دغه بند چارې بشپړې شي.





