ولسمشر ته نږدې سرچينې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسيون له پاره د اشخاصو ټاکنه رد کړې او دا له وخت وړاندې خبرې بولي.
د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي د چهار شنبې په ورځ ( دسلواغې پر ۲۲مه) سلام وطندار ته وویل رییس جمهور د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ملي اجماع جوړښت به لټه کې دی.
عابدي زیاتوي، چې "ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه غواړي د مدني ټولنو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او د ټاکنیزو کمېسيونونو نظرونه او سلا مشورې را ټولې کړي، ولسمشر دغه اصلاحاتو ته ژمن دی."
سرچينه وايي دوی ژمن دي چې د ټاکنو په کمېسيون کې اصلاحات او سمون رامنځته شي او دا اصلاحات او سمون د هیواد په ګټه بولي.
عابدي په داسې حال کې د ولسمشر او اجرايوي ریاست ترمنځ د اصلاحاتو په اړه د نظر د اختلاف راپورونه ردوي چې د اجرايوي رییس دویم مرستیال محمد محقق ویلي و دوی له خپل اړخه د اصلاحاتو د دغه کمېسيون له پاره دوه غړي وړاندیز کړي دي.
خو عابدي وايي "د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسيون له پاره د افرادو ورپيژندنه له وخته مخکې خبره ده."
د ولسمشر ویاند د دغه کمېسيون جوړښت وړاندې پر سلا مشورې او ملي اجماع ټېنګار کوي او زیاتوي د اصلاحاتو په برخه کې ملي اجماع ته اړتیا ده، دی زیاتوي پرته تر هر اړخیزو سلا مشورو ولسمشر نه غواړي چې د دغه کمېسيون د جوړښت په اړه پرېکړه وکړي.
په همدې حال کې د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده سلام وطندار ته وویل، که د اصلاحاتو کمېسيون د دولتي اشخاصو په لاس کې ورکړل شي نو دوی تمه نه لري، چې ښه پایله لرونکي اصلاحات به رامنځته شي.
ایوب زاده وايي، که په دغه کمېسيون کې د حکومت د دواړو اړخونو افراد ځای پر ځای شي نو هغوی به پرېکړې په خپلو ګټو وکړي.
ایوب زاده په ټاکنیزو اصلاحاتو کې د ناظر بنسټونو او مدني ټولنو وړاندیزونه مهم بولي او ټېنګار کوي چې پرته د دوی له وړاندیزونو به دغه اصلاحات هم نیمګړي او یواځې د واکمنو په ګټه وي.
ایوب زاده زیاته کړه" تر اوسه د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشرۍ او اجریوي ریاست ترمنځ د نظر یوالی نشته؛ نو ځکه له دغه اصلاحاتو یو ځانګړی تعبیر هم وجود نه لري، که دغه اصلاحات دولتي وي نو تمه نه لرم چې ښه پایله ورکونکي دې شي."
تېره ورځ د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش په یوه ناسته کې وویل، چې دوی "په ټاکنیز جوړښت کې د سمون له پاره په قوانینو کې هم اصلاحات راوړلو ته ژمن دي؛ خو ضروري نه ده چې د ټاکنیزو کمېسيونونو ټول کمېشنران دې له دندو لرې کړل شي."
خو اجرايوي ریاست بیا د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د کمېشنرانو بدلون د اصلاحاتو یوه برخه بولي.
په همدې حال کې د ټاکنو کمېسيون چارواکي هم د اصلاحاتو خبره کوي خو په وینا یې دغه اصلاحات هغه ډول نه دي څنګه چې په رسنيو کې ښودل کيږي او دوی همداسې د اصلاحاتو یوه طرحه ولسمشر ته سپارلې ده.





