چارواکي: دکندهار زندان کې پر ښځینه بندیانو جنسي تیری نه دی شوی

د کندهار د عدلي او قضايي چارو مسولینو په یوه خبري ناسته کې هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې ددغه ولایت په مرکزي زندان کې پر ښځینه بندیانو جنسي تیری شوی دی.

په دغه مرکزي زندان کې میشتې میرمنې هم وایی، له دوی سره هیڅ ظلم نه دی شوی.

دغه خبري  کانفرانس نن شنبه (دسلواغې پر ۱۱مه)  وروسته له هغې په کندهارلوی محبس کي جوړ شو، چې په کابل کې یوې خصوصي ټلویزیوني څانګې خبر ورکړی و، چې ځيني زندانیان د ښځینه زندانیانو بلاک ته ورغلي او هلته يې پر ښځینه زندانیانو تیری کړی دی.

 دغه پېښه د کندهار د ولایتي شورا ځینو غړو منلې خو د کندهار د عدلي ریاست مسول نیک محمد او د کندهار د مرکزي زندان مسول سمونوال غلام فاروق یومخ رد کړه.

ددوی په خبره ځینې سیاسي بندیانو غوښتل، چې د ولسمشرد بخښنې  په فرمان کې خپل نومونه  شامل کړي او دې له پاره يې اعتصاب کړی و، چی سمدستي موضوع حل او کوم چاته تاوان نه دی رسیدلی.

کندهارمحبس د هیواد له لویو زندانونو څخه یو هغه دی، چې څو ځله د وسله والو طالبانو له خوامات او په لسګونو کسان ورڅخه وتښتېدل، خو د جنسی تیري اوازې نوې خبره ده، چې ددې زندان په اړه یې  خلک اندېښمن کړي دي.

په همدې حال کې دکندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک سلام وطندار سره په خبرو کې کندهار زندان کې پر ښځينه بندیانو د جنسي تېري اوازې رد کړې او زیاته یې کړه چې دوي د زندان کلک امنیت ټېنګ کړی او دهر ډول سرغړونو مخه یې نېولې ده.

ښاغلي خپلواک د کندهار ولایت د ولایتي شورا د یو غړي څرګندونې ناسمې بولي او دا دهغه شخصي نظر حسابوي.

په دې وروستيو کې په یو شمېر سیمو کې د جنسي تېريو ادعاوې زیاتې شوي دي او دپغمان د پېښې دعاملينو له اعدام وروسته یې په اړه خبرونه ډير شوي دي.

خو تر اوسه پرته د پغمان د پېښې دعاملينو بله کومه داسې نمونه نشته، چې دجنسي پېښې په تړاو چاته کومه سخته سزا ورکړل شوي وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام